'ما نژدې ځان وژلی و، خو اوس نورو میندو سره له زېږون وروسته خپګان درملنه کې مرسته کوم'

    • Author, لاره اوېین/ د بي‌بي‌سي نړیوال سرویس

یو شمېر پلرونه پخلنځیو کې سبزیجات وړوي، پیاز سره کوي او پخلی کوي، په داسې حال کې چې نور یې خپل نوي زېږېدلي ماشومان زنګوي. ماشومان پر لوبتوکو لوبې کوي او میندې یې څاري.

د اندونیزیا پلازمېنه جاکارتا کې د پخلي د یوه ټولګي د ګڼې ګوڼې منځ کې ځینې جوړې په خپلو کې په مرکو بوختې دي.

ډېرې ښځې له خپګان، اضطراب یا نورو رواني ستونزو کړېږي.

نور یانایرې د دوی د ملاتړ لپاره د اندونیزیايي میندو هیلې یا "MotherHope Indonesia" په نوم بنسټ جوړ کړی او مرستندویه جلسې ورته جوړوي.

هغه پر دغه کړاو تر بل هر چا ښه پوهه ده

نور یانایره شاوخوا ۱۲ کاله مخکې داسې وضعیت ته رسېدلې وه چې د ځان وژنې پرېکړه وکړي. خو کله چې له خپلې نهه میاشتنۍ لور سره سترګې په سترګو شوه، پرېکړه یې بدله شوه.

دا وايي‌: "پوستکی مې یې لمس کړ، بوی مې کړه... احساس مې کړه چې 'باید د دې ماشومې لپاره ښه شم'."

هغه د میندوارۍ ۲۸مه اونۍ کې د مړه ماشوم له زېږولو درې میاشتې وروسته بیا میندواره شوه. ټروما، د بیا مېندوارېدو لوړ خطر او ټولنیز فشار لاسونه سره یو کړي دا یې سخته نهیلې کړې وه. د ویدېدو او د خپل ماشوم د پالنې توان یې هم ترې اخیستې و.

تر همدې شیبې وروسته یې د رواني ناروغیو له ډاکتره مرسته وغوښته او تشخیص شوه چې له زېږون وروسته خپګان (postnatal depression) باندې اخته شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، پرمختللو هېوادونو کې له هرو پنځو یوه ښځه چې نوې لنګه شوې وي، رواني اختلال، په عمده توګه خپګان تجربه کوي.

د میندوارۍ پرمهال او له زېږون وروسته د هورموني بدلونونه رواني روغتیا اغېزمنولی شي. همداراز له کړاو ډک زېږون، بې وزلۍ او غم هم پر رواني روغتیا اغېزه پرېباسي.

مېرمن نور نهه میاشتې دا رنځ په یوازې ځان وګاله. دا وايي: "هېڅوک راباندې نه پوهېدل، هیچا په دې اړه مالومات رانه کړل. کله چې روغه شوم ... هڅه مې وکړه [نورو لپاره] هغه ملاتړ چمتو کړم چې ما نه درلود."

د دې بنسټ اوس ۲۰۰ روزل شوي رضاکاران لري - پلرونو لپاره ملاتړې ډلې او د پخلي زدکړې ټولګي جوړوي او پر فېسبوک یې د ۵۸ زره څارونکو یوه ځواکمنه ټولنه جوړه کړې ده.

نادیه د پخلي په ټولګي کې ده او غواړي خپله کیسه شریکه کړي، چې څنګه د لومړي ماشوم له زېږون وروسته پر خپګان او اضطراب اخته شوې وه.

دا وايي: "غم ډېر اوږد و. دومره بد و چې خوب مې ترې نه شو کولای. نه مې غوښتل چې څه وخورم."

مېړه یې راکیان وايي: "له کوم څرګند دلیل پرته به خپه کېده او ژړا به یې پیل کړه. "

دی وايي چې په جلسو او ټولګیو کې په ګډون سره یې دا زدکړل چې له هغې سره څنګه د ماشوم پاملرنه، پاکولو او د ډایپر (ماشوم‌پېچ / پوشک) بدلولو کې مرسته او ملاتړ وکړي: "اوس که مې مېرمن ژاړي یا ستړې ښکاري، نو پوهېږم چې څه باید وکړم."

نادیې درمل او مشوره ترلاسه کړه او غواړي چې نورې میندې هم پر دې پوه شي چې رغېدنه ممکنه ده.

د دوی مشره لور اوس پنځه کلنه او دویم ماشوم یې درې کلن دی. اوس چې کله د ستونزې څرک ولګېږي، راکیان یې په حل پوهېږي: "کله چې ووايي 'زه ښه مور نه شم کېدای' ... دا باید رد شي."

بي‌بي‌سي په درېیو هېوادونو کې له مېرمنو سره د میندو د رواني روغتیا د ملاتړ لپاره د داسې بنسټیزو نوښتونو په اړه خبرې کړې چې تر ډېره د هغو اشخاصو لخوا پیل شوي چې خپلو تجربو دې برخه کې کار ته هڅولې دي.

ډاکټر نیرجا چوهدري، چې د روغتیا نړیوال سازمان کې د رواني روغتیا متخصصه ده، وايي، مثالونه ښیي چې ژوندۍ تجربه "باور او تړاو زیاتوي."

هغه وايي چې د ټولنې پر بنسټ، ټیټ لګښت لرونکي مداخلې کولی شي په ټیټ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې د میندو رواني روغتیا ته د پام وړ وده ورکړي، خو ټینګار کوي چې مداخله کوونکي ملګري/ دوستان باید روزل شوي وي او څارنه یې حتمي ده.

په زیمبابوې کې له ۸۰۰۰ کیلومترو څخه ډېر لرې، انجي مکرونګو هم له خپلې رواني روغتیايي حالت سره له کړې مبارزې الهام اخیستی و.

۲۷ کاله وړاندې چې د هغې لور وزېږېده، هغې خپل ځان د وېروونکو فکرونو په منځ کې وموند: "زما په یاد دي چې فکر به مې کاوه 'چې بالښت راواخلم او د ماشوم پر خوله یې کېږدم."

هغه وايي: "ځینې وختونو کې به مې په پخلنځي کې چاړه په لاس کې نیولې وه او وېرېدم به چې هسې نه په دې چړې څه وکړم؟"

هغې وروسته پوه شوه چې هغه د زېږون وروسته خپګان (POCD) څخه رنځ وړي. دا داسې یو اضطرابي حالت دی چې د میندوارۍ پرمهال یا له زېږون وروسته د یو کال په اوږدو کې رامنځته کېدای شي.

هغې د خپلې کورنۍ پر غړو له باور کولو وېره لرله. بیا یې له پادریانو د لارښوونې غوښتنه وکړه، خو د هغې په خبره چې پادریانو د دې مزاحم فکرونه د هغې ګناهونه وګڼل چې له امله یې دا لا ناهیلې او ګوښې شوه.

کله چې د هغې لور پېغلوټې شوه، نو معلومه شوه چې انجي په فکري – عملي وسواس اختلاس (OCD) اخته شوې ده او درمل ور کړل شول: "داسې مې احساس کړه لکه بیا چې زېږېدلې یم."

هغې د OCD ټرسټ په نامه یو بنسټ جوړ کړ. هغه اوس د ټولنیزو رسنیو، راډیويي خبرو اترو او ورکشاپونو له لارې خلکو ته پوهاوی ور کوي او خپل کور یې دغسې ناروغانو ته د ملاتړ په مرکز بدل کړی دی.

ارواپوهه تفادزوا موګازمبي میکي وايي، په زیمبابوې کې د زېږون پرمهال د رواني روغتیا ملاتړ کې له اوږدې مودې راهیسې "لویه تشه" شته.

هغه چې درې ماشومان لري، وايي، د لابراتواري القاح (IVF) له لارې میندواره کېدو ته یې په ټولنه کې په ښه سترګه نه کتل کېدل او له همدې امله یې ډېرې ستونزې تجربه کړې.

هغه وايي، کله چې پوهه شوه په هېواد کې یې د رواني روغتیا پر مسلې افسانو او بدنامۍ سیوری غوړولی، نو ځکه یې 'سالټ افریکا' بنسټ جوړ کړ.

د دغه بنسټ نوم د (یو څوک تل تاسو اوري) عبارت له لنډیزه رغېدلی دی.

متخصصان وايي، ښځو ته د میندوارۍ په لومړیو پړاوونو کې د رواني روغتیا اړوند روزنه ور کول مهم دي. په ګامبیا کې د یوه بل پروګرام ټول فعالیتونه پر دغه چاره ور ټول دي. په دغه هېواد کې د ښځو یوه ډله چې د روښانه رنګونو جامې یې اغوستي دي، ډرمونه غږوي او لاسونه ور سره ټکوي.

یوه یې یوه کرښه سندره وايي، نورې یې ور سره غبرګوي او ځینې میندواره مېرمنې ګډا ته هم ور پورته کېږي.

سندرې ویل د خوشحالۍ حس را ژوندی کوي، خو د میندوارو مېرمنو لپاره د فزیکي او رواني روغتیا په اړه له اوسپنې لرونکو ګولیو خوړلو نیولې تر خواشینۍ نه کولو، مزاج لوړولو او له ټولنې سره د اړیکو جوړولو پورې جدي پیغامونه هم لري.

د دغې نندارې ګډونوالې د کانیلینګ کلتوري ډنډوره چیانې دي چې د خپلې موسیقې او طنز له امله مشهورې دي. دوی ډېری وختونه په ودونو او د خوښیو په محفلونو کې ګډون کوي او په دودیز ډول هغه مېرمنې دي چې د زیږون ستونزو یا د ماشوم له لاسه ورکولو تجربه لري.

د ګامبیا د ملي رواني روغتیا پروګرام مدیره، جارا ماریګا وايي، دوی ته د "ټپونو د معالجه کوونکو" په سترګه کتل کېږي، ځکه خپله له ګړاوونو راوتلې دي او اوس له نورو سره مرسته کوي: "د دوی کار زموږ له پیاوړو کلتوري او شفاهي دودونو سره اړخ لګوي او دا چې موسیقي په طبیعي ډول خنډونه ماتوي."

د بریټانیا او سویلي افریقا د څېړونکو په مشرۍ یوې څیړنې وموندله، هغو میندوارو مېرمنو چې په یادو غونډو کې یې برخه اخیستې وه، د خپګان نښې نښانې یې پاموړ کمې شوې دي.

بدنامي او د پوهې نشتوالی د اندونیزیا او زیمبابوې په څېر دلته هم ستونزې دي، خو په هرصورت، د انجي او نور په څېر مېرمنو لپاره، د خپلو کیسو ویل بدلون پېښوونکې وې.

انجي وايي: "څومره چې ما خبرې کولې، هومره زه په خپله رغېدا کې ځواکمنه شوم."