تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سراج الدین حقاني د مولانا فضلالرحمان او اسحاق ډار دریځ ته مثبت غبرګون وښود
په افغانستان کې د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وايي، دوی د پاکستاني دیني عالمانو او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د هغو څرګندونو هرکلی کوی، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچ کمولو لپاره یې کړې دي.
ښاغلي حقاني تېره ورځ په کابل کې د ښاروالۍ فعالیتونو ستاینې یوې غونډې ته وینا کې وویل: ''موږ د هغو ټولو اړخونو، چې د افغانستان په تړاو ښه ګومان، نیت او اراده لري، د هغوی منندوی یوو، ستاینه یې کوو، لکه څرنګه چې څو ورځې مخکې پاکستان کې د علماوو یوه غونډه وشوه، د علماوو په غونډه کې د جمعیت علمای اسلام قدرمن مشر مولانا فضل الرحمان صیب او تقي عثماني صیب چې د افغانستان د خیر په بنیاد کومې څرګندونې وکړې، د دې هم موږ منندوی یوو.''
ښاغلي حقاني په خپلو خبرو کې د پاکستاني لومړي وزیر د مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم مننه وکړه، چې د ده په خبره: ''د افغانستان په باره کې یې د خیر څرګندونې وکړې، موږ وایو که د هېوادونو تر منځ نیک تعاملات وي، نیکې څرګندونې وي، ولسونه سره نژدې کول وي، موږ د هغو ټولو خلکو ستاینه کوو، مننه ترې کوو.''
د یادونې ده، چې د روانې دسمبر میاشتې پر ۲۲مه د پاکستان په کراچۍ ښار کې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان په مشرتابه "د ټولو فکري مکتبونو او دیني تنظیمونو مشورتي اجتماع" کې د پاکستان یو شمېر دیني عالمانو په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ پر روانې ترینګلتیا خواشيني څرګنده کړه او ویلي یې دي چې دا حالت د دواړو هېوادونو په ګټه نه دی.
دوی له دواړو لورو وغوښتل چې ستونزه دې د خبرو له لارې حل کړي او کشالې ته دې داسې "مثبت او د پلي کېدا وړ حل" را وباسي چې د سوداګرۍ ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ راشه درشه او اړیکې بېرته عادي یا نورمال شي.
د پاکستان دیني عالمانو د همدې غونډې په ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتنه وکړه، چې خپله خاوره دې د پاکستان پر ضد کارېدنې ته چا ته نه پرېږدي.
دوی په دې هکله خپله اعلامیه کې ویلي و: "موږ د افغانستان اسلامي امارت نه په کلکه غوښتنه کوو چې خپله خاوره دې د هغو مفسدو ډلو او طبقو بریدځی نه ګرځوي چې هلته له شته امکاناتو په ګټې اخیستنې سره په پاکستان کې ورانکاري او ترهګريز فعالیتونه وکړي."
د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني بیا د پاکستاني علماوو یا چارواکو له دې بیا بیا تکراېدونکې غوښتنې یادولو پرته وویل، د دوی حکومت ''په هېواد او سیمه کې د ثبات او امن ټینګښت ته ژمن دی، چې موږ په خپل هېواد کې امن ولرو او نورې دنیا ته هم د امن پیغام ولري، د اخوت پیغام ولري، چې موږ د خلکو تشویشونه رفع کړو... په کور دننه او دباندې موږ ټولو خلکو ته ډاډ ورکوو، چې افغانان د چا لپاره د ضرر او تهدیدونو او غلطو فکرونو اراده نه لري.''
ښاغلي حقاني له دې مخکې چهارشنبه (مرغومی ۳/دسمبر ۲۴) په کابل کې د پولیسو اکاډیمۍ د محصلانو فراغتغونډې ته په وینا کې ویلي و، د دوحې تړون له مخې یې حکومت پر دې خبره ولاړ دی چې له افغانستانه چا ته ګواښ نه شته او د "شته ستونزو، بې باورۍ او غلط فهمۍ" د له منځه وړولو لپاره یې مشران د "معقول حل" په لټه کې دي.
ښاغلي حقاني که څه هم د کوم ځانګړي هېواد نوم وانخیست، خو ویې ویل چې وخت ناوخت افغانستان ته "ګواښونه" متوجه کېږي چې ملت اندېښمنوي. خو په وینا یې، د مشرانو یې دې ته ورپام دی او هغوی غواړي چې اوسنیو ستونزو ته یو داسې "معقول حل" را وباسي چې "موږ له دنیا سره په راتلونکي کې په داسې یوه غلط فهمۍ کې و نه لوېږو چې افغانستان ته خلک بیا د تهدید، ناامنۍ او ستونزې په نظر وګوري."
د نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي، چې له پاکستان سره په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر ترینګلتیا وروسته د دواړو لوریو ترمنځ د قطر، ترکیې او سعودي عربستان په منځګړیتوب مذاکراتو کومه د پام وړ پایله نه ده درلودلې او اوس مهال دا خبرې په ټپه ولاړې برېښي. له همدې کبله په افغانستان او پاکستان کې د خلکو ترمنځ راشه درشه او سوداګریزه راکړه ورکړه هم محدوده او اغېزمنه کړې ده.