تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نجونو ښوونځیو پرانیستو غوښتنې؛ طالبان وايي "د کمېټې وړاندیزونه یې رهبر ته رسېدلي"
- Author, حفیظ الله معروف
- دنده, بي بي سي لندن
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د هغې کمېټې کار بشپړ شوی چې د نجونو ښوونځیو پرانیستو لپاره یې خپل مشر ته وړاندیزونه برابرول.
دغه کمېټه اته غړي لري چې د طالبانو د پوهنې، لوړو زدکړو، حج او قافو وزیران او ځینې نور چارواکي پکې دي. د دې کمېټې مشري د طالبانو د سترې محکمې مشر مولوي عبدالحکیم کوي چې د طالبانو مشرتابه ته خورا نژدې کس بلل کېږي.
د طالبانو د حکومت یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، د یادې کمېټې چمتو کړي وړاندیزونه یې کندهار کې خپل مشر ته څو ورځې وړاندې استولي دي.
خو دغه سرچینه وايي، تر اوسه د دغو وړاندیزونو په اړه هېڅ ډول پرېکړه نه ده شوې خو زیاتوي "که رهبري (د طالبانو مشر) وغواړي، د ښوونځیو ستونزه ژر حلېدای شي".
خو روښانه نه ده چې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده پرېکړه به څه وي. د طالبانو د پوهنې وزارت چارواکو د روان کال د وري میاشتې په لومړیو کې چې ښوونیز کال پیلېږي، بي بي سي ته ویلي وو د ټولو ښوونځیو د پرانیستو لپاره یې چمتووالی نیولی و، خو "د مشرتابه په حکم یې نجونې له ښوونځیو تر امر ثاني راګرځولې دي".
په وړاندیزونو کې څه دي؟
که څه هم د طالبانو د کمېټې د وړاندیزو کره شمېر نه دی په ډاګه شوی خو بي بي سي ته مالومه شوې چې د نجونو په ښوونځیو کې د تدریس بڼه، د نجونو ټرانسپورټ، له هلکانو د نجونو ښوونځیو د وخت بېلوالی او د ښوونځیو مضمونونه ځینې هغه څه دي چې په وړاندیزونو کې استول شوي دي.
که څه هم په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي له هلکانو بېل دي او په اکثره ځایونو کې د نجونو ښوونکې ښځې دي، خو طالبان ټینګار کوي چې د نجونو ورځې دې بېلې شي.
طالبانو په دا وروستیو کې په پوهنتونونو کې هم د هلکانو او نجونو لپاره ورځې بېلې کړي او ځانګړې ورځې یې ورته ټاکلې دي.
خو سرچینه دا هم وايي، په وړاندیزونو کې پرته له دې چې یادونه یې وکړي، داسې شرایط هم شته چې د طالبانو حکومت یې د پلې کېدو لپاره ډېرو پيسو او وخت ته اړتیا لري.
اوس څه باندې ۲۷۰ ورځې کېږې چې طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځي را ګرځولې دي. همدا روانه اونۍ د افغانستان په ځینو ګرمو سیمو کې ښوونیز کال بشپړ شو او د نجونو یو درسي کال ضایع شو.
د ښوونځیو د تړلو له امله طالبان په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي دي او پرلپسې یې د ژر پرانیستو غوښتنه کېږي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي ادارې مرستیاله مشره کېلي سیلیمېنټ چې افغانستان ته په سفر تللې، وايي " ټول ماشومان د زدکړو حق لري".
د کډوالو عالي ادراه وايي، په افغانستان کې میلیونونه ماشومان ښوونځیو ته نه ځي چې یوه لویه برخه یې نجونې دي.
په همدې حال کې پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې د نجونو ښوونځي پرانیزي. ښاغلي کرزي په یوه خبرپاڼه کې ویلي له طالبانو غواړو "د افغان ولس خصوصاً د دیني علماوو غوښتنې ته احترام وکړي او د نجونو ښوونځي پرانیزي".
ښاغلي کرزي دغه اعلامیه د بادغیس د هغو دیني عالمانو د غوښتنې په ملاتړ خپره کړې چې له طالبانو یې د نجونو ښوونځیو پرانیستل غوښتي.
سره له دې چې د طالبانو په حکومت کې دننه هم ځینې مهم چارواکي د نجونو د ښوونځیو له تړلو سره مخالف دي خو تر هغې چې د طالبانو د مشر هبت الله اخندازه پرېکړه نه وي شوي، ښايي لا هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې همداسې تړلې پاتې وي.