د ژمي له راتګ سره افغانان څه ډول مرستو ته اړتیا لري؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, شروتي مېنن
- دنده, بي بي سي واقعیت موندنې څانګه
بریتانیا کې مرستندویه ادارې اندېښنه څرګندوي چې کېدای شي سږ ژمی افغانستان کې نژدې اته میلیونه خلک له لوږې سره مخامخ شي. په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ډېری هېوادونو له افغانستان سره مرستې بندې کړې او یا یې پاموړ کمې کړې دي.
اوس مرستندویه ادارې غواړي په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي لپاره د بسپنې راټولولو یو کمپاین پیل کړي.
په دې رپوټ کې همدې موضوع ته کتنه شوې، چې څه ته اړتیا ده او څوک مرستې ورکوي.
مرستې څوک ورکوي؟
له افغانستان سره د شویو مرستو همغږې کوونکې اداره (یونوچا) مسوولین وايي، سږکال تر اوسه پورې له افغانستان سره نژدې یو اعشاریه شپږ میلیارده ډالره مرسته شوې ده.
امریکا متحده ایالتونه پرلپسې د دې مرستو لړ کې تر ټولو مخکې دي او ورپسې اروپايي ټولنې تر ټولو ډېرې مرستې کړې دي.

اروپايي ټولنې غړو هېوادونو له ډلې بیا جرمني هغه هېواد دی، چې له افغانستان سره یې اضافي مرستې هم کړې دي.
د طالبانو له واکمنېدو مخکې د افغانستان مخکیني حکومت اتیا سلنه بودیجه د نړیوال پرمختیايي پروګرام له مخې افغانستان ته ورکول کېده، خو له هغه وروسته چې طالبانو واک ترلاسه کړ، دا ډول مرسته بنده شو، خو بشري مرستې روانې دي.
په تېر اکتوبر میاشت کې اروپايي ټولنې له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو بشري مرستو ژمنه وکړه، او د هند او پاکستان په څېر د افغانستان شاوخوا هېوادونو د مرستندویه ادارو له لارې د خوړو او درملو مرستې هلته واستولې.
بل لور نړیوال بانک دا وروستیو کې پرېکړه وکړه، چې مرستندویه ادارو ته به د افغانستان له کنګل شوې پانګې څخه ۲۸۰ میلیونه ډالره په دې هېواد کې د روغتیايي او خوراکي مرستو لپاره ورکوي.
یونوچا مسوولین د دې مرستو سره سره وايي، د کافي پیسو ترلاسه کول اسانه چاره نه دي. دا اداره وايي، د راتلونکي کال لپاره لږ تر لږه څلور نیم میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.
نور څه ته اړتیا ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په ملګرو ملتونو کې د خوړو نړیوال پروګرام مسوولین وايي، په افغانستان کې د ځمکې پر مخ د تر ټولو ناوړه بشري ناورین رامنځته کېدو خطر شته.
دا اداره وايي، د افغانستان د ټول نفوس نژدې نیمايي کسان، یانې ۲۳ میلیونه خلک به د ژمي په میاشتو کې د خوړو له لږوالي سره مخامخ وي.
یونوچا مسوولین وايي، د سږکال سپتمبر او نومبر میاشتو کې له اته میلیونه افغانانو سره د خوراک برخه کې مرسته شوې ده.
دغه مسوولین وايي، په وچکالۍ ځپلو سیمو کې یې نژدې ۲۰۰ زره اغېزمنو کسانو ته د څښاک لپاره اوبه رسولې دي.
په همدې موده کې د نژدې ۲۰۰ زره داسې افغان ماشومانو درملنه شوې، چې په خوار ځواکۍ اخته وو او دغه راز روغتیا نړیوال سازمان له لوري له یو میلیون ډېرو خلکو سره د درملو او نورو طبي اړتیاوو پوره کولو لړ کې مرستې شوې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د کډوالو نړیوالې ادارې هم افغانستان ته مرستې رسولې او د ژمي په موسم کې یې په هېواد کې دننه د بې ځایه شویو کسانو لپاره د کېږدیو او مېشت ځایونو چمتو کولو کې مرسته کړې ده.
د سره صلیب (ای سي ار سي) نړیوالې کومېټې انګې سیډکې په دې هکله وايي: ''څه چې موږ کړي د سمندر په مقابل کې د څاڅکي حیثیت لري. ''
د سره صلیب مسوولین وايي، هغه شپیته سلنه کلینیکونه چې دوی ورسره مرسته کړې، د غذايي اړتیاوو پوره کولو وړتیا نه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان ته د مرستو لویه برخه د ګاونډیو هېوادونو، پاکستان، ایران، ازبکستان، تاجکستان او قزاقستان له ځمکنیو لارو استول شوې ده.
سره له دې چې د افغانستان پولو په اوږدو کې د خلکو تګ راتګ ستونځمن شوی دی، یونوچا مسوولین وايي، د مرستو رسولو لړ کې هېڅ خنډونه نه شته.
دغه راز کابل نړیوال هوايي ډګر د سوداګریزو الوتنو لپاره ډېر نه دی کارول شوی، خو د مرستندویه ادارو او حکومتونو د مرستو او بېړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره برخه کې له دې هوايي ډګره کار اخیستی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د مرستو په وېش کې له ستونځو سره سره دوی وتوانېدل چې په هېواد کې دننه د خوراکي مرستو لپاره د اړتیا وړ توکي ومومي.
بل لور ای ار سي مسوولین وايي، سره له دې چې دوی له خلکو سره د نغدو پیسو مرستې کړې، خو په وینا یې په اګست کې د هېواد بانکي نظام په ټپه درېدو له کبله په افغانستان کې نغدو پیسو ته لاسرسی خورا ګران شوی و.
د ژمي له راتګ مخکې بیا مرستندویه ادارې په هېواد کې دننه بې ځایه شویو ته توجه ډېروي، چې خواړه او سرپناه ومومي، ځکه په ځینو سیمو کې داسې احتمال شته، چې د واورو له کبله لارې وتړل شي او د ځمکې او هوا له لارې اړمنو کسانو ته رسېدل ګران شي.









