د کابل عيدګاه جومات دروازې ته نژدې چاودنه کې اته تنه وژل شوي

د افغانستان پلازمېنې کابل د عيدګاه جومات دروازې ته څېرمه چاودنه شوې چې ويل کېږي درنه مرګژوبله يې هم اړولې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، "چادونه ځايي وخت ماسپښين د عيدګاه جومات دروازې ته نژدې د خلکو پر ګڼه ګوڼه شوې ده".

طالب چارواکو بي بي سي ته ويلي پېښه کې اته تنه وژل شوي او شاوخوا شل تنه نور ټپيان دي خو وايي دا لومړني معلومات دي ښایي د مرګژوبلې شمېر کې بدلون راشي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعيد خوستي بي بي سي ته وويل چې د پېښې په تړاو يې درې مشکوک کسان نيولي دي.

دا چاودنه داسې مهال شوې چې په همدې عیدګاه جومات کې د طالبانو د وياند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبيح الله مجاهد د مور فاتحه اخيستل کېده.

د کابل اېمرجنسي روغتون، چې د ایټالوۍ نادولتي مؤسسې لخوا اداره کېږي، پر ټویټر ليکلي چې څلور ټپیان د دوی روغتون ته ور وړل شوي دي.

تراوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوليت نه دی منلی.

له هغه راهيسې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي دا په کابل کې ترټولو خونړۍ پېښه ده.

تر دې وړاندی د کابل هوایي ډګر ته څېرمه هغه مهال چې بهرنيانو له دې هېواده د وتلو وروستی ماموريت ترسره کاوه ځانمرګي بريد کې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون له ۲۰۰ زيات کسان وژل شوي وو چې په وژل شويو کې ۱۳ امريکایي سرتېري هم شامل وو. د کابل هوايي ډګر بريد مسوليت د داعش خراسان څانګې پر غاړه اخيستی و.