تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې پانګونې ته د برتانوي پانګوالو جلبول
- Author, حفیظ الله معروف
- دنده, بي بي سي لندن
د افغانستان او برتانیا لومړني سوداګریز کنفرانس په لندن کې پر دوشنه ( د ۲۰۱۸ کال د سيپټمبر پر ۱۷ ) جوړ شو او بحثونه یې پر دې ورټول وو چې برتانوي پانګوال په افغانستان کې د پانګونې له فرصتونو خبر کړي.
دا د خپلې بڼې لومړنی کنفرانس و چې افغان پانګوالو او چارواکو پکې هڅه کوله برتانوي سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.
اوس نژدې ۳۰ برتانوي کمپنیو په افغانستان کې پانګونه کړې چې تر ډېر په امنیتي برخو کې کار کوي.
د افغانستان حکومت د برتانوي پانګوالو د جذب لپاره د ۱۵ میلیونو ډالرو په ارزښت داسې هوکړه هم لاسیک کړه چې په مرسته به یې د کندهار د انارو جوس برتانیا ته وړل کېږي.
د شوې هوکړې له مخې د انارو د پلور یوه افغان کمپنۍ به د پلانټ فار پیس په نامه برتانوي شرکت ته په کندهار کې جوړ انارجوسونه ور کوي.
برتانوۍ کمپنۍ به د افغانستان انارو د سنسبېري، الډي او موریسن په څیر په لویو نورو کمپنیو پلوري.
دا به لومړی ځل وي چې د افغانستان توکي په دې ډول لویو کمپنیو کې پلور کېږي.
فرصتونه او لیوالتیا
افغان حکومت د بهرنۍ پانګونې د جذب لپاره ځینې تازه ګامونه هم اخیستې دي.
د هغو کمپنیو لپاره یې مالیه راکمه کړې چې غواړي افغانستان کې ډېره پانګونه وکړي، په هوايي ډګر کې یې داسې سیستم( Visa On Arrival) هم جوړ کړی چې له ورسېدو سره سم پانګوالو ته وېزه ور کوي.
په بانکي او مالي چارو کې د ولسمشر اشرف غني ځانګړی سلاکار اجمل احمدي وايي، د بهرنیو پانګوالو د جذب لپاره یې (ځانکړی اقتصادي زون) جوړ کړی چې د پانګوالو ستونزې هواروي.
ښاغلی احمدي زیاتوي: "د تازه قوانینو له مخې پانګوالو ته د دې پر ځای چې ځمکه په کرایه ور کول شي، اوس له کرایې پرته حکومت شخصي سکتور ته د پانګونې لپاره وړیا ځمکه ور کوي"
که څه هم برتانوي پانګوال سملاسي د پانګونې ټټر نه وهي خو وايي داسې کمپنۍ شته چې غواړي د افغانستان په کانونو، کرنه، انررژۍ او نورو برخو کې پانګونه وکړي.
په افغانستان کې د برتانیا د نړیوالې سوداګرۍ استازی پاول ګرې وايي، برتانوي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته لېوال دي خو اندېښنې هم لري.
ښاغلي ګرې بي بي سي پښتو ته وویل: "زموږ پانګوال د افغانستان د معادنو، ګازو، تېلو او لویو ساختماني پروژو په برخه کې پانګونې ته لیوال دي".
خو افغانستان د خپل اقتصادي څرخ د چلولو لپاره یوازې لوالتیا ته اړتیا نه لري، عملي بهرنۍ پانګونه یې له اوسني حالت نه په راوتو کې مرسته کولای شئ.
ننګونې
د برتانوي کمپنیو لپاره هم دا اسانه نه ده چې د افغانستان په نازک حالت کې له پراخې محاسبې پرته لویې پانګونې ته ودانګي.
هغسې چې د کورنیو سوداګرو لپاره ناامني لویه ستونزه ده، بهرنیو پانګوالو ته هم لوی سر خوږی دی.
د ناامنۍ ترڅنګ، اداري فساد، د برېښنا کموالی، د ساختمانونو نشتوالی، بیروکراسي او د افغانستان پر راتلونکې د باور نشتوالی د بهرنیو پانګوالو پر وړاندې نورې پرتې ستونزې دي.
له همدې وجې د افغانستان اقتصادي وده هم ټېټه ده.
د نړیوال بانک د مالوماتو له مخې پر ۲۰۱۸ کال د افغانستان اقتصادي وده ۲ اشاریه ۲ ښوول شوې او ټاکل شوې راتلونکی میلادي کال ۲ اشاریه پنځو ته لوړه شي.
خو له دې ټولو ننګونو سره سره، د صادراتو کچه د تیر کال پرتله لوړه شوې.
د افغانستان د مالیې وزارت شمېرې ښيي چې ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان د صادراتو کچه څه باندې ۷۲۰ میلیونه ډالره وه چې د وړم کال پرته پکې ۱۲۰ میلیونه ډېروالی راغلی.
دوی تمه لري سږ کال دا کچه تر یو میلیارد ډالرو لوړه کړي.
د نړیوال بانک رپوټ
تېرو کلونو کې تر ټولو ډېر افغان سوداګریز توکي پاکستان ته وړل کېدل، خو د نړیوال بانک تازه رپوټ کې ویل شوي د افغان صادراتو لپاره اوس لوی مارکیټ د پاکستان پر ځای هند دی.
دې بانک په رپوټ کې ویلي تېرو شپږ میاشتو کې څه باندې ۵۳ سلنه افغان صادارت هند ته وړل شوي او پاکستان ته بیا ۲۷ سلنه توکي صادر شوې دي.
د دې توپير لوی لامل هند ته دافغان سوداګریزو مالونو لپاره د هوايي لارې پرانستل ښوول شوي.
د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړېکو ترینګلتیا هم پکې پر اقتصادي را کړه ورکړه ډېر منفي اغیز کړی دی.
که هم څه هم تر اوسه اروپايي هېوادونو ته د افغانستان د سوداګریزو مالونو د وړلو کچه ډېره کمه ده، خو ترکیې او نورو هېوادونو ته د افغانستان د هوايي دهلیزونو له پرانیستې وروسته اوس اروپايي مارکېټونو ته د پانګوالو هیلې ډېرې شوې دي.
او ښايي په لندن کې د افغان او برتانوي پانګوالو د کډ کنفرانس په څیر ناستې لږ تر لږه دا غږ تر نړیوالو پانګوالو ورسوي چې د ناخوالو ترڅنګ افغانستان کې د پانګونې فرصتونه هم شته.