اشرف غني: سیمه باید ګډ اقتصاد ولري

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې ټینګښت لپاره به ټول فرصتونه وکاروي او په اقتصادي براعظم د بدلیدو فرصت ته په کتو باید د سیمې هېوادونه مشترک اقتصاد ولري.

ولسمشر غني دغه څرګندونې د مارچ په ۲۷مه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان په اړه جوړ شوي نړیوال کنفرانس کې وکړې.

د هغه په خبره، لویې سیمه ییزې پروژې که تطبیق شي، نو خپلو خلکو ته به مو د هوساینې برخه کې زیات خدمت کړی وي.

د افغان ولسمشر له څرګندونو برېښي چې نوموړی په سیمه کې د اقتصادي پروژو پر مټ چې افغانستان پکې محوري رول ولوبوي، د سولې د ټینګښت لټه کوي.

د تاشکند په کنفرانس کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو، امریکا، برتانیا، روسیې، چین، فرانسې، جرمني، سعودي عربستان، پاکستان، د ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او د افغانستان نورو نړیوالو ملګرو استازو برخه اخیستې ده.

د سولې پروسه د افغانانو ملکیت

د تاشکند په کنفرانس کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو مشرې فدریکا موګریني وویل، په افغانستان کې د سولې پیل شوې پروسه د افغانانو ملکیت دی او اروپايي ټولنه یې پر ملاتړ سربېره هر ډول تخنیکي او سیاسي مرستې ته چمتو ده:

"موږ د ملګرو ملتونو د بندیزونو له نوملړ څخه د وسله والو مخالفانو د نومونو په لرې کولو کې مرسته کولی شو. "

اغلې موګریني زیاته کړه، باید وسله والو مخالفانو ته د افغان ولسمشر د سولې له وړاندیز څخه ملاتړ وکړو او دا وړاندیز وسله والو مخالفانو ته زرینه موکه ده:

"موږ له وسله والو مخالفانو غواړو چې د سولې له دغه فرصته ګټه واخلي."

د ترهګرۍ ضد پالیسي دې پلې شي

محمد اشرف غني پخپلو خبرو کې د افغانستان د وضعیت په اړه سیمه ییز او نړیوال ډیالوګ مهم وباله او زیاته یې کړه، د تروریزم پر وړاندې شته ستراتیژي باید تطبیق او نسلي تهدیدونه هم باید مهار او له منځه یووړل شي.

د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ د پلي کېدا په اړه د ښاغلي غني اشاره ښايي د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د ډونلډ ټرمپ نوې ستراتېژۍ ته وه.

د ښاغلي غني په خبره، افغانانو د تروریزم پر ضد مبارزه کې عظیمه قرباني ورکړې او دا مبارزه په یو هېواد پورې نشي محدودېدلی.

د امریکا د نوې ستراتیژۍ له مخې له پاکستان سره د امریکا مرستې ځنډول شوي چې وسله وال طالبان د سولې خبرو ته کېنوي.

د پسرلي په موسم کې چې معمولاً په افغانستان کې د وسله والو مخالفانو بریدونه زور اخلي، د افغان حکومت او ازبکستان په کوربه توب د تاشکند کنفرانس جوړېدل په روان لمریز کال کې د سولې لومړۍ هڅه ګڼل کېږي.

د چارو شنونکي په تاشکند کنفرانس کې د افغان حکومت د سولې له وړاندیز څخه د امریکا، روسیې، برتانیا او د سیمې د هېوادونو ملاتړ ته په اشاره وايي، له دې سره به د ترهګرۍ په اړه نړیواله او سیمه ییزه اجماع پیاوړې او د ترهګرۍ په تمویلوونکو به ډیپلوماټیک فشارونه لا زیات شي.

د دوی په باور، د سیمه ییزې نښلېدا په برخه کې د افغان حکومت د اقتصادي طرحو پلي کېدل به د سیمې په ثبات، امنیت او د اقتصادي راکړې ور کړې په زیاتېدا کې مرسته وکړي.