نړیوال بانک: د زیږون پر مهال د افغان میندو مړینه کمه شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د نړیوال بانک یو تازه راپور وايي، په افغانستان کې د زېږون پر مهال د میندو په مړینه کې ۶۴ او د نويو زېږېدلو ماشومانو په مړینه کې ۳۴ سلنه کموالی راغلی دی.
په دغه راپور کې د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۵ کلونو تر منځ موده کې روغتیایي وضعیت ته کتنه شوې ده.
سره له دې چې یو شمېر د هېواد په کچه د روغتیايي خدمتونو له اوسني حالته خوښ نه دي، خو نړیوال بانک ویلي، افغانستان د روغتیایي خدمتونو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.
دغه بانک په یوه نوی راپور کې چې تېره ورځ د مارچ ۷مه خپور شو ویلي، د هېواد په کچه د روغتیايي مرکزونو ډېرېدل د روغتیا سکتور د ودې بنسټیز لامل دی.
په راپور کې که څه هم ویل شوي چې د روغتیايی خدمتونو وده د ۲۰۰۹ او ۱۰۱۵ کال تر منځ ټکنۍ وه، خو بانک د افغانستان وضعیت د ورته نورو هیوادونو پرتله ښه بللی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا ویاند وحید مجروج د نړیوال بانک راپور د خپل وزارت د هڅو پایله یادوي:
"که شمېرې وګورئ، نو د ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۵ پورې سرعت یو څه ټیټ شوی او که نور سیاسي، اقتصادي، اجتماعي وضعیت ته وکتل شي، په ټول هېواد کې په لویه کچه د انکشاف او پراختیا په برخه کې همدا شان تصویر لري."
د نوموړي په خبره، په تېرو درېوو کلونو کې زموږ لاسته راوړنې د دې ضمانت کوي چې روغتیايي سکتور اوس خپل مناسب مسیر خواته روان دی."
عام خلک هم د روغتیا په برخه کې هڅې د پام وړ بولي، خو زیاتوي روغتیايي خدمتونو لا هم ورته د قناعت نه دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د کابل ښار یو اوسېدونکی نعمان وايي، موږ چې اوس خپل ناروغ روغتون ته یوسو هلته بېا کله ډاکتران نه وي، کله یو شی او کله بل شی، ځینې خو لا وايي، پاکستان ته لاړ شه دلته وسایل کم دي."
د نړیوال بانک په راپور کې هم د روغتیا برخې له لاسته راوړنې سربېره یو شمېر ننګونو ته هم اشاره شوې ده.
دوی ویلي، په اکثرو لرو پرتو ولایتونو کې د روغتیا وزارت پر ځای نا دولتي موسسې روغتیايي چوپړونه وړاندې کوي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې "یونیسف" هم تېره میاشت په یوه تازه خپاره کړي رپوټ کې ویلي، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې ۲۵ نویو زیږېدونکو ماشومانو کې یو مري.
یونیسف پخپل تازه رپوټ کې وايي، په نړیواله کچه، په تېره بیا د نړۍ تر ټولو بې وزله هېوادونو کې د نویو زیږېدونکو ماشومانو مړینه د خطر تر کچې لوړه پاتې ده.
راپور وايي، د دوی موندنې ښيي، جاپان، ایسلنډ او سنګاپور د ماشومانو د ژوندي پاتې کېدو لپاره غوره فرصت لري، خو پاکستان، افغانستان او د مرکزي افریقا جمهوریت کې نوزیږدي ماشومان له تر ټولو ناوړه حالت سره مخامخ دي.











