افغانستان کې ٪۱۹ ښځې له کوره بهر کار کوي

د ویډیو تشریح، افغانستان کې ٪۱۹ ښځې له کوره بهر کار کوي

په افغانستان او پښتونخوا کې د هغو ښځو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي چې له کوره د باندې کار کوي. ملگري ملتونه په يوه رپوټ کې وايي چې ۶۴ سلنه افغانان له کوره دباندې د ښځو له کار سره ستونزه نه لري.

په کار بوختې ښځې وايي دوى د خپلو کورنيو له اقتصاد سره ډېره مرسته کوي خو هيله يې دا ده چې چارواکي او ولس د ښځو کارگرو پر وړاندې د ځورونو او نورو خنډونو مخه ونيسي.