تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
واشنګټن لا هم له طالبانو سره د سولې په تمه دی؟
- Author, اسدالله لودین
- دنده, بي بي سي
د افغانستان سولې او جګړې د لوړپوړو امریکایي چارواکو دریځونه سره ویشلي دي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، واشنګټن لا هم هیله لري چې وسله وال طالبان به د سولې له بهیر سره یوځای شي، خو څو ورځې مخکې د متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي و چې له طالبانو سره سوله نه غواړي.
د طالبانو په اړه د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ډانګ پېیلو خبرو وروسته، چې ویې ویل له طالبانو سره سوله نه کوي، اوس یو لوړ پوړی امریکایي چارواکی په دې نظر دی چې واشنګټن لا هم له دغې وسله والې ډلې سره د سولې په تمه دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان سولیون د امریکا د سنا د بهرنیو چارو کمیټې ته ویلي، له پاکستانه هم غواړي چې طالبان د سولې بهیر کې ګډون ته وهڅوي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د طالبانو په لیکو کې یو شمېر سوله خوښوونکي شته چې سوله به ورسره وشي او په خبره یې، پاتې نور چې جګړه غواړي، هغوی به وايي وځپل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جان سولیون چې په دې وروستیو کې کابل ته راغلی و، د امریکا د سنا د بهرنیو چارو کمیټې ته ویلي:
"مونږ هیله لرو چې پاکستان طالبان وهڅوي چې د سولې بهیر ته ورګډ شي، د سویلي اسیا په اړه د ولسمشر ستراتیژي یوشمېر پرمختګونه لري، د جګړې په ډګر کې د طالبانو خوځښتونه کم شوي دي، مونږ د کابل او اسلام اباد له حکومتونو سره د سولې پر اړتیا خبرې وکړې، نور ټول دې ته لیوالتیا لري چې کابل کې د سولې په اړه جوړېدونکې غونډه کې برخه واخلي، خو یوازې د طالبانو هغه غړي دې کار ته چمتو نه دي چې کابل کې یې ملکي کسان، ښځې، نارینه او ماشومان ووژل."
له طالبانو سره د سولې په اړه د امریکا دې ضد او نقیض دریځ یو شمېر امریکایي سناتوران هم زړه نا زړه کړي دي.
یوه سناتور دبهرنیو چارو مرستیال وزیر ته په وینا کې وویل:
" تاسو په دې باور یی چې طالبان لا هم د سولې بهیر ته راتللی شي، خو ولسمشر بیا ډېر جدی و، هغه وویل، مونږ له طالبانوسره خبرې نه غواړو ستا او د ولسمشر په دریځ کې ښکاره توپیر معلوميږي."
په کابل کې شاوخوا له دوو اونیو مخکې خونړي بریدونو وروسته افغان ولسمشر هم د طالبانو پر ضد لهجه تونده کړه. محمد اشرف غني وویل؛
"د هغوی پر وړاندې د ټولنې او سولې دروازې تړلې دي چې د صدارت څلور لارې خونړی برید یې وکړ".
بله خوا د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، دوی له سوله خوښونکو طالبانو سره سولې ته ژمن دي، خو زیاتوي هغه مخالفین باید وځپل شي چې جګړه غواړي.
د دغې شورا ویاند امین الدین مظفري وایي، د سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دریځ د دوی له دریځ سره ورته دی.
له دې ټولو سره سره طالبانو د سولې بهیر ته په رسمي توګه چمتوالی نه دی ښودلی.
د دوی ټینګار دا دی چې اصلي جګړه یې له امریکا سره ده او له همدې هېواد سره به مخامخ خبرې کوي، نه له افغان دولت سره.