سولې عالي شورا: د جرگې ځاى او جرگه مار دې طالبان وټاکي

    • Author, ذبيح الله رحيمزی
    • دنده, جلال اباد

د افغانستان سولې عالي شورا پر خلکو غږ کړى چې د حکومت او طالبانو ترمنځ دې د سولې لپاره منځگړتوب وکړي.

د دغې شورا د دارالانشا مشر اکرم خپلواک چې په ننگرهار کې يې د سولې د ټېنگښت پر عملي لارو چارو له قومي مشرانو سره خبرې کولې وويل حکومت د سولې د خبرو اترو لپاره هېڅ راز مخ شرط نه لري او طالبان دې له خپلو شراېطو سره را وړاندې شي چې د مذاکراتو په بهير کې ورباندې خبرې وشي.

ښاغلي خپلواک پر قومي مشرانو غږ وکړ چې د حکومت او وسله والو مخالفينو ترمنځ د خبرو اترو په پيلولو کې مرسته وکړي.

ده وويل "دوی (طالبان) دې خپل عنعنات را وښېي هماغسې ورسر کوم. د جرګې ځای او جرګه مار ته راوټاکه، ورته وايم، هر ډول شروط او شرايط چې لرې او هر ډول تسهیلات او سهوليات او امکانات چې غواړې را وړاندې شه، له دې نه بل کوم وړاندیز ورته وکړم، غرور دې نه ماتوم په افغاني اصل راسره مذاکره وکړه، کومه بله لار ده چې ورته وړانديز يې کړم؟"

ښاغلي خپلواک د سولې پر وړاندې ځينو نورو پرتو خنډونو ته هم اشاره وکړه او وې ويل، په کوردننه ګڼې مافيايي کړۍ شته چې د وسله والو طالبانو له نومه په ګټه اخېستنه جګړه کې خپلې موخې لټوي او دا فرصت يې بايد له لاسه واخيستل شي.

"د طالب د مشروعيت او نوم لاندې، د ځمکو مافيا، د کانونو مافيا، د مواد مخدر مافيا، د زورواکۍ مافيا، د خارجي استخباراتو مافيا او خارجي ترورريستانو مافيا ته مشروعيت دوی ور کړی او لاندې هر څوک خپل کار کوي، راځئ دا مشروعیت او چتر ترې ړنګ کړو"

د سولې د عالي شورا دارالانشا رييس د امريکا نوې تگلارې ته په اشاره وويل چې د سولې او د افغانانو د خپلمنځۍ روغې جوړې ژمنه کوي او اروپايي ټولنه هم ورته دريځ لري.

خو ځينو قومي مشرانو د سولې د عالي شورا پر جوړښت او کړنو نيوکې درلودې او د دغې شورا پر مشرتابه يې غږ وکړ چې د دوى په وينا له نمايشي کړنو ووځي او رښتوني خلکو ته دې مسووليتونه وسپاري.

په ننگرهار کې د سولې د عالي شورا په نوښت له قومي مشرانو سره د کتنې موخه سولې ته د رسېدو پر عملي لارو چارو خبرې او په دې برخه کې د ځايي مخورو وړانديزونه اورېدل ښوول شوي. د سولې عالي شورا وايي غواړي د سولې بهير کې ولسونه ور گډ کړي.

د سولې عالي شورا مشرتابه وايي ګڼو نورو ولايتونو ته به هم سفرونه وکړي او له خلکو سره به په گده سولې ته د رسېدو عملي لارې چارې وگوري.