شنې خونې خوست د سبو له پلوه ځان بسیا کوي

ر
د عکس تشریح، کرونګر وايي، شنې خونې ښه عاید ورته لري.
    • Author, احمد شاه
    • دنده, بي بي سي

د خوست په مرکز او اسمعیل خیل، نادرشاه کوټ، تڼيو او ګربزو ولسوالیو کې د شا وخوا ۱۵۰ شنو خونو د جوړېدو چارې روانې دي.

په تېر څو میاشتو کې له ۸۰ شنو خونو شا وخوا ۲۵۰ ټنه رومي بانجان او بادرنګ بازار ته وتلي دي.

د خوست یو شمېر اوسیدونکي وایي، د شنو خونو له برکته روان کال کې د رومیانو(ټماټرو) او بادرنګو د حاصلاتو له کمښت سره هم نه دي مخامخ شوي.

له تېرو څو میاشتو راهیسې سابه (سبزۍ) لکه بادرنګ او رومیان چې د خوست په شنو خونو کې راټوکېدلي او حاصل شوي د دغه ولایت د ښار په نږدې ټولو هټیو کې ليدل کېږي.

په خوست کې د شنو خونو له دودېدلو ډېر وخت نه تېرېږي.

دغه نوښت هم کروندګر لېوال کړي او هم پېرودونکي د تازه سبزیو له رانیولو خوښ دي.

د نورو شنو خونو جوړول

ر
د عکس تشریح، خوستیان وايي، سږکال د رومیانو او بادرنګو په برخه کې ځان بسیا دي.

د خوست د کرنې ځایي اداره وایي، د شنو خونو د حاصلاتو ښې پایلې دوی هڅولي، چې د شنو خونو د جوړولو لړۍ نوره هم پیاوړې او ګړندۍ کړي.

په خوست کې د کارډیف موسسې د شنو خونو مسوول صفي الله کریمزی وايي، دغه موسسه په خوست کې ۱۵۰ شنې خونې جوړوي:

"دا وخت سل شن خونې جوړې دي او د ۵۰ نورو کار روان دی. د دغي پروژې ټول لګښت یو میلیون امریکایي ډالر دی. اویا سلنه مونږ یا کارډیف او دیرش سلنه کروندګر پرې کوي".

ښاغلی کریمزی وايي، لومړۍ د شنې خونې جوړښت او بیا یې اړوند لومړني توکي برابروي:

"له هغه وروسته له کروندګرو سره یو ځای فصل کرو بیا دوی ته روزنیز پروګرامونه برابرول او له ور سره له نږدې کار او څارنه زمونږ ورځینی مسوولیت دی".

نور احمد په شنه خونه کې د سبو په خړوبولو بوخت و. ده راته وویل، د نامسلکي کر په پرتله يې اوس حاصلات څو برابره ډېر شوي دي.

"له دغې شنې خونې هره ورځ ۷۰ یا ۸۰ منه سبزي راټولوم. داسې ورځ هم وي چې سل منه هم په لاس راشي. د ورځې تر لس زرو افغانیانو ګټه لاس ته راځي. پنځه یا شپږ میاشتي کیږي چې د سبزیجاتو دغه حاصل روان دی. معلومه نه ده چې نور به څومره وخت دغه حاصلات ونیسي".

ر
د عکس تشریح، په شنو خونو کې د بادرنګو کرونده.

د خوست یو شمېر اوسیدونکي د دې پرځای چې په ښار کې سابه وپېري اوس شنوخونو ته پسې ځي.

شیرخان وایي، په شنو خونو کې سابه تازه وي او هم ښه کیفیت لري:

" که له بازار مونږ ته څلویښت یا پنځوس کلدارې قیمت تمامیږي مونږ یې پروا نه لرو، ځکه دا بانجان ښه ترشي او خوند لري. زه خوشال یم چې د نورو هېوادونو پرځای د خپل هیواد محصولات کاروم".

د خوست د کرنې ریاست د ځایي ادارې چارواکي تمه لري چې د ۱۵۰ شنو خونو په جوړیدو سره به دوی هر کال ۱۰۰۰ ټنه د سبو حاصلات ولري.

د خوست د کرنې ادارې مشر سمیع الله نصرت وایي، له کرنې وزارت نه یې د ۱۰۰ نورو شنو خونو د جوړولو غوښتنه هم کړې.

ر
د عکس تشریح، حکومت وايي، خوست کې شنې خونې نورې هم زیاتوي.