فضا کې لومړی ګل وغوړید

د عکس سرچینه،
فضا کې لومړی ځل نړیوال فضايي مرکز کې 'زینیا' نومي شوخ رنګه ګل غوړیدلی.
امریکايي ستور مزلي سکاټ کیلي پر ټویټر پاڼه د دغه ګل تصویر خپور کړی او ورسره یې لیکلي، 'فضا کې لومړی غوړیدلی ګل.'
دغه ګلان، چې په دوبي کې هر لورته پریمانه لیدل کېږي د تجربې لپاره فضايي مرکز ته لېږدول شوی وو، خو هلته یې بوټی له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان و.
ناسا چارواکي وايي دسمبر کې د ډېر لمدبل له کبله د بوټي پاڼې وسوځېدې او د زینیا حال خراب و، خو اوس وايي، داسې ښکاري، چې د سکاټ هڅه او هاند بې ځایه نه دي.
د خوړولو وړ دغه ګل کرنه له اوږدې مودې راهیسې د ناسا 'ویجي' نومي پروګرام برخه ده.
د پروژې هدف په فضا کې د داسې خوړو موندل دي، چې راتلونکي کې یې مریخ ته تلونکي ستورمزلي وکاروي.
ناسا وايي د دغې پروژې د بریالیتوب په صورت کې به د راتلونکي ستورمزلي د خوړو برخه کې پر ځان بسیا شي.
تېر کال د نړیوال فضايي مرکز کارکونکي وتوانیدل د سلادو پاڼې وکرې او بیا یې وخوري او هیله مندي دا ده، چې راتلونکی کال به د رومیانو کرنه هم بریالۍ وي.
د ۲۰۱۴ کال په نیمايي کې نړیوال فضايي مرکز کې د سبو کرنه پیل شوه.
ناسا چارواکي وايي فضا کې چې خاوره نه شته، د هوا او لمدبل چاپېریال کې له لږ اوبو او سرې سره سابه د ځمکې پرتله درې برابره ژر رسیږي.
د ویجي پروژې مسوولین وايي تر اوسه زرغون شوي بوټي ډېر غوره نه دي، خو وايي پر ځمکه څېړونکو ته دې سره د ډېرو معلوماتو موندلو زمینه برابریږي.








