حزب اسلامي: حکمتیار به په څو ورځو کې را څرګند شي

کابل کې د حزب اسلامي دفتر وایي، افغان حکومت د دغه ګوند د بندیانو نوملړ نهايي کړی او یو شمېر به یې ډېر ژر له بګرام او څرخي پله زندانونو خوشي شي.

حزب اسلامي وایي مشر یې، ګلبدین حکمتیار اوس د افغانستان په ختیځه سیمه کې دی او ډېر ژر به د خلکو په منځ کې ولیدل شي.

د حزب اسلامي لوړپوړي غړي وایي، شاوخوا دوه نیم زره غړي یې بندیان دي.

د حزب اسلامي د رسنیو د کمېټې مشر قریب الرحمان سعید بي بي سي ته وویل، راستنو شویو کډوالو ته یې ځمکې هم ځانګړې شوې او حکومت ورسره منلې چې د ښاغلي حکمتیار امنیتي کسان به هم د هغه د خپل ګوند غړي وي.

په کابل کې د حزب اسلامي لوړپوړي غړي پخوا له دولته ګیله من وو چې دوی ته په ورکړل شویو ژمنو یې عمل نه دی کړی، خو اوس د دغه ګوند غړي د پخوا پرتله خوښ معلومېږي.

ښاغلی سعید وایي، د دوی مشر ګلبدین حکمتیار به تر اتو یا لسو ورځو پورې د خلکو په منځ کې ولیدل شي. د افغان حکومت او حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار ترمنځ د سولې تړون شاوخوا شپږ میاشتې مخکې لاسلیک شو.

له هغه وروسته څو ځله کابل ته د حزب اسلامي د مشر د راتګ خبرونه خپاره شول، خو تر اوسه نه دی راڅرګند شوی. افغان حکومت له حزب اسلامي سره د سولې تړون خپله لویه لاسته راوړنه بولي او له طالبانو هم غواړي چې ورته لاره خپله کړي.