بګرام زندان کې د حزب اسلامي د بندیانو نوملړ

په افغانستان کې د "پیک" په نوم یوه څېړنیز بنسټ وايي، په بګرام زندان کې د حزب اسلامي د بندیانو نوملړ یې لاسته راوړی دی.

دغه بنسټ وايي، په دې نوملړکې د داسې کسانو نومونه هم شته چې د کابل په ترهګریزو بریدونو کې لاس لري او اوس یې له ولسمشرۍ ماڼۍ د خوشي کېدو غوښتنه شوې ده.

له افغان حکومت سره د حزب اسلامي ګوند د سولې کولو په هوکړه لیک کې د دې ګوند د بندیانو خوشي کول یو مهم شرط و.

خو افغان حکومت وايي "حق العبد" د بخښلو وړ نه دی او یوازې به د حزب اسلامي هغه بندیان خوشي کوي چې د جګړې په ډګر نیول شوي دي.

دغه بنسټ د حزب اسلامي ګوند د هغو د ۱۷۳ بیدیانو لسټ د هغو د بند له مودې سره یو ځای خپور کړي چې اوس په بګرام زندان کې د بند شپې او ورځې تېروي کوي.

د دې راپور پربنسټ، له یادو بندیانو یوازې درو کسانو له محکمې څخه برائت اخیستی او څلورو نورو ته سخته سزا اورول شوې ده.

۴۸ کسانو ته له ۱۶ څخه بیا تر ۲۰ کلونو بند، ۱۷ تنو ته له ۱۲ څخه تر ۱۵ کاله بند، ۴۱ تنو له ۶ څخه تر ۱۰ کاله بند او ۲۳ ته بیا له ۱ له کاله تر ۵ کالو بند سزا اورول شوې ده.

د دې څېرنیزه راپور جوړنکې روح الله ارمان وايي: "د بندیانو هغه لست چې زموږ په لاس کې دی، شاوخوا د ۱۱۰ داسې بندیانو نومونه پکې راغلي، چې "د بند موده یې له پنځو تر ۲۰ کلونو ده. یعنې د دوی د جرمونو بڼه جنایتي ده. "

وروسته له هغه چې د حزب اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار نوم د ملګرو ملتو سازمان د امنیت شورا له تور لسته ویوست، افغان حکومت ته د حزب دویم شرط د دې ګوند د بندیانو خوشي کول دي.

د حزب اسلامي ګوند چارواکي وايي، افغان حکومت ته یې د دې ګوند د ۵۰۰ هغو کسانو چې په بګرام زندان بندیان دي لست سپارلی، خو "پیک" څېړنېز بنسټ په نوموړي زندان کې یوازې د ۱۷۳ بندیانو مالوماتو ته لاسرسی پیدا کړی دی.

د حزب اسلامي ګوند یوه چارواکي بي بي سي ته وویل، د حزب اسلامي د بندیانو خوشي کول له حکومت سره د سولې کولو یو مهم شرط و:

"د بندیانو شمېر له ۲۰۰۰ تر ۳۰۰۰ پورې دی، چې موږ د شاوخوا ۵۰۰ کسانو لست ورکړی، بیا له حکومت سره داسې پرېکړه شوې چې یو د حکومت او حزب اسلامي دوه پلاوي به ټاکل کېږي او دا به معلومېږي چې ایا دغه بندیان پر حزب اسلامي پورې اړوند دي او که نه. "

یوې حکومتي سرچینې پرته له دې چې د "پیک" بنسټ له خوا خپور شوی راپور تايید یا رد کړي، بي بي سي ته ویلي حکومت د حزب اسلامي هغه بندیان خوشي کوي چې پر هغوی د حق العبد تور نه وي.

دا سرچینه چې ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې ده وايي حکومت د حزب اسلامي د بندیانو د هویت مالومولو لپاره ځانګړې تګلاره لري او یوازې هغه کسان به خوشي شي چې حکومت د حزب اسلامي په نوم نیولي دي.