تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل د ملګروملتونو له امنيت شورا غوښتي، له حزب اسلامي بندیزونه لرې کړي
افغان حکومت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له مشرانو بندیزونه لرې کړي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند وايي، افغان حکومت د حزب اسلامي په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا بندیزونو کمېټې ته د بهرنیو چارو وزارت له لارې رسمي غوښتلیک استولی دی.
تواب غورځنګ بي بي سي ته وویل غوښتنلیک په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ته رسېدلی دی:
"دا چې څومره وخت نیسي، د تعزیراتو په کومېټه پوورې اړه لري".
نوموړي هیله وښوده، چې دا غوښتلیک ژر ومنل شي او د حزب اسلامي افغانستان پر رهبرۍ لګېدلي بندیزونه لري شي.
د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ افغان حکومت د تېر سپټمبر پر ۲۲ د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له اسلامي حزب سره د سولې تړون لاسلیک کړ.
په تړون کې افغان حکومت دا ژمنه هم کړې، چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا د بندیزونو له نوملړ به د دې ګوند د مشرانو او غړو نومونه لرې کوي.
پر حزب اسلامي د بندیزونو د لرې کولو لپاره د افغان حکومت دا غوښتنه په داسې مهال ده، چې په دې وروستیو کې یې له وسلوالو طالبانو هم وغوښتل چې د سولې بهیر سر یو ځای شي.
ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ د میلادالنبي په مناسبت غونډه کې وویل: "په دغه مبارکه ورځ کې د دولت ټول مخالفین بین الافغاني خبرو اترو ته رابولم."
د سولې عالی شورا مشر هم د میلادالبنی په مناسبت پیغام کې پر وسلوالو طالبانو غږ کړی، چې د سولې خبرې وکړی.