غني وسله والو طالبانو ته په اشاره وویل خپل هېواد ورانولو کې خیر نه شته

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني چې د اسلام پیغمبر د زېږېدنې ورځې په مناسبت غونډه کې یې کابل کې خبرې کولې، د خپل هېواد له ټولو مخالفو ډلو وغوښتل چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

هغه وویل؛ "په دغه مبارکه ورځ کې د دولت ټول مخالفین بین الافغاني خبرو اترو ته رابولم."

ښاغلي غني د حکومت مخالفینو ته وویل؛ د هغوی او د افغانستان د خلکو او د مسلمانانو خیر په دې کې نشته چې خپل هېواد وران کړي او خلک بدبخته او نورو ته اړمن پاتې شي.

هغه زیاته کړه؛ "زموږ د ټولو خیر د پیغمبر د لارې په پيروۍ کې دی چې سوله، رحم او ورورولي ده."

په وروستیو کلونو کې په مذهبي مراسمو کې د افغانستان د دولت مشرانو له مخالفو وسله والو په وار وار غوښتي چې جګړه پرېږدي سوله وکړي.

څه موده وړاندې د کوچني اختر د لمانځه پرمهال افغان ولسمشر وویل چې د دولت د خبرو اترو دروازه پرانستې ده، خو ټینګار یې وکړ چې د افغانستان د دولت د سولې بلنې ته تراوسه د طالبانو او د هغوی د ملاتړو لخوا په یاغي ګرۍ، لار شکونې او بې رحمۍ ځواب ورکړل شوی دی.

ښاغلي غني د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال ویلي و چې افغانستان د جرګو وطن دی، په جرګو به سوله راولو.