تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبانو په قطر کې له امریکایانو سره مخامخ خبرې کړې
د وسله طالبانو په لیکو کې سرچینو د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته منلې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو له یوې چارواکې الېس وېلز سره یې په قطر کې په پټه کتلي او مخامخ خبرې یې ورسره کړې دي.
د یادې ډلې جګپوړو غړو بي بي سي ته ویلي، له مېرمن وېلز دا کتنه ډېره ګټوره وه.
د دې کتنې خبر تېره اونۍ د وال سټریټ ژورنال امریکایۍ ورځپاڼې خپور کړی و. خو اوس دوو جګپوړو طالب چارواکو بي بي سي ته ویلي چې له امریکایۍ چارواکې سره یې په دوحه کې کتلي.
د دې چارواکو په وینا، د طالبانو یو شپږ کسیز پلاوي په دې کتنه کې ګډون درلود.
د دې پلاوي مشري عباس ستانکزي کوله، چې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم منلې وه چې مېرمن وېلز تېره اوونۍ په قطر کې وه، او په افغانستان کې یې د سولې په اړه خبرې اترې کړې ده.
خو یاد وزارت له طالبانو سره د مخامخ کتنې رپوټونه نه تائيد او نه هم رد کړي وو.
یوه طالب چارواکي ویلي، دا یوه ابتدایي کتنه وه او پر دې خبرې وشوې چې طالبان په راتلونکي کې له امریکایي چارواکو سره څه ډول مخامخ خبرې کولی شي.
د دې کتنې په اړه نور جزیات تر اوسه نه دي په ډاګه شوي.
خو یوه بل طالب چارواکي بیا روئټرز خبري اژانس ته ویلي، دواړه خواوې سلا شوې چې ژر بیا سره وګوري او د افغانستان روانه کشاله د خبرو له لارې حل کړي.
دا خبر وروسته له هغه را مخې ته کېږي چې امریکایي حکومت خپلو دېپلوماتانو ته سپارښتنه وکړه چې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.
طالبان له ډېرې مودې راهیسې وایي چې یوازې به له امریکایانو سره په افغانستان کې د سولې په اړه مخامخ خبرې کوي.
د افغان چارواکو په نه شتون کې له طالبانو سره مخامخ خبرې د امریکا په تګلاره کې یو لوی بدلون دی.
تر دې دمه د امریکا دریځ دا و چې د سولې په خبرو کې باید افغان چارواکي هم ناست وي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا هڅه کوي د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي.
په تېر اختر کې افغان حکومت او طالبان پر یوه بېساري اوربند سره سلا شول، چې دواړه خواو د اختر په درېیو ورځو کې پلی هم کړ.
خو تر هغه وروسته پر افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو بریدونه یو ځل بیا پیل شوي.
ولسمشر ټرمپ تېر کال د افغانستان لپاره د امریکا نوې ستراتیژي اعلان کړه.
تر هغه وروسته د طالبانو پر ضد د امریکا هوایي بریدونه ډېر شوي، او هڅه کېږي چې له دې لارې پر طالبانو فشار واچول شي چې د خبرو مېز ته کېني.