کلنټن: ټرمپ خپل پلویان تاوتریخوالي ته هڅولي

د عکس سرچینه، Getty
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د دیموکرات ګوند نوماندې هېلري کلنټن ویلي، ډونالډ ټرمپ له دې خبرې سره چې د وسلې مالکیت حق پلویان کولی شي د هغې واک ته رسېدو مخه ونیسي، خپل پلویان تاوتریخوالي ته هڅولي دي.
مېرمن کلنټن د چهارشنبې په ورځ وویل: "کلمې اغېز لري. که تاسو ولسمشرۍ ته نوماند یاست یا د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر یاست، کلمې به ډېرې پایلې ولري."
هغې زیاته کړه، ډونالډ ټرمپ"په عادي ژبه تاوتریخوالي ته خلک هڅوي" او دا ښيي چې هغه د ولسمشر کيدو لپاره" اړین اخلاقي انډول" نه لري.
وړاندې ډونالډ ټرمپ د امریکا رسنۍ تورنې کړې وې چې د وسلې د مالکیت حق پلویانو لخوا د هېلري کلنټن د بریالیتوب ممکنه مخنیوي په اړه یې دده خبرې ناسمې تعبیر کړې دي.
هغه فاکس نیوز شبکې ته وویل، "نارښتینو"خبریالانو یې خبرې تحریف کړې دي.
د امریکا په ټاکنو کې جمهوريپال نوماند د تېرې سه شنبې په ورځ یوې غونډې ته ویلي و، "هیلري د دویم متمم لغوه کول غواړي، پر دې سربېره که هغه د سترې محکمې قاضیان غوره کړای شي، تاسو بیا هېڅ نشئ کولی، خو د دویم متمم پلویانو، ښايي یوه لاره وي، نه پوهېږم."
د امریکا د اساسي قانون دویم متمم د وسلې لرلو حق تضمینوي. د سترې محکمې د قاضیانوغوره کول د ولسمشر واک دی او اوسمهال یې یوه څوکۍ یې د انټونین سکالیا تر مرګ وروسته تشه ده. په کانګرس کې جمهوريپالو د ښاغلي سکالیا د ځایناستي لپاره د باراک اوباما هڅې له خنډ سره مخ کړې دي.
ډېرو خلکو د ټرمپ خبرې داسې تعبیر کړې چې د وسلې پلویان د مېرمن کلنټن وژلو ته هڅوي، خو هغه له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل، چې غوښتل یې پلویان رایو ورکولو ته وهڅوي.

د عکس سرچینه، Getty
د پټو پولیسو ادارې چې یو له دندو یې د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو په څېر د سیاسي مهمو څېرو ساتنه ده ویلي؛ د وسلې حق په تړاو د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په تړاو یې له هغه سره خبرې کړې دي.
خو ښاغلي ټرمپ دا ډول کومه اړیکه رد کړه.
مېرمن کلنټن هیڅکله هم نه دي ویلي چې د اساسي قانون د دویم متمم لغوه کولو نیت لري، خو د دغه هیواد د دیموکرات ولسمشر بارک اوباما په څېر غواړي د وسلې د پېر او پلور پر څرنګوالي د ډېر محدودیت له لارې د وسلې پر مټ کېدونکی تاوتریخوالی مهار کړي.
د امریکا کانګرس استازو جرګې مشر مشر چې د جمهوریپال ګوند له لوړپوړو چارواکو دی وویل چې د ټرمپ خبره یوه نامناسبه ټوکه ده.
دیموکراتې سناتورې الیزابت وارن ویلي؛ دا په مرګ ګواښنه د یو ډارن سړي کار دی ځکه چې په سیالیو کې له یوې ښځې شاته شوی او خوابدی دی.
ښاغلی ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کړي چې په وروستیو څو ورځو کې د هغه په اړه منفي خبرونه او په نظرپوښتنو کې د هغه د ملاتړو کمېدلو یادونه شوې ده. ځینې نظرپوښتنې نوموړی له خپلې سیالې اته سلنه شاته ښيي.
د جمهوریپال ګوند ځینې وتلې څېرې وایي، نه غواړي د نومبر میاشتې په ټاکنو کې هغه ته رایه ورکړي.








