سوري کډوال روغتیايي اسانتیاوې نه لري

د عکس سرچینه،
د بشري حقونو نړیوال سازمان وايي، د مرستو د کمښت له امله په لبنان کې د سوري کډوالو صحي اړتیاوو پوره کول هم ستونزمن شوي.
په یوه روغتیايي رپوټ کې ویل شوي چې ډېری کډوال بېیرته سوریې ته ستانه شوي، چې خپله درملنه وکړای شي.
د سوریې د روانې جګړې له کبله ۱۰ سوه زره وګړي ګاونډي لبنان ته کډه شوي.
ملګري ملتونه وايي، تراوسه ۲۷ سوه زره ګډوال له سوریې کډه شوي چې ورځ تر بلې یې شمېر ډېریږي.
دغه سوري کډوال ترکیې، اردن، عراق او مصر ته کډه شوي، تر ټولو ډېر ګاونډي لبنان ته تللي دي.
په تېر مارچ کې د لبنان د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو، له دې بدمرغۍ نه زموږ هېواد ته خطر پېښېدلی شي.
ملګرو ملتونو په ۲۰۱۴ کې د سوري کډوالو لپاره له نړیوالو مرسته کوونکو د ۴،۲ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې، چې تر اوسه یوازې ۲۴ سلنه مرستې يې ترلاسه کړې.

د عکس سرچینه، AP
د بښنې نړیوال سازمان یوه غړي المناک پسند وايي، په لبنان کې د سورې کډوال صحي مرستو ته اړتیا لري، نوموړي په دې رپوټ کې ویلي چې له کډوالو سره په مرستو کې د صحي اسانتیاوو کمښت ډېر احساسېږي.
په راپور کې ویل شوي چې په ځینو وختونو کې ناروغان له روغتون نه رخصت شوي په داسې حال کې چې ځینو یې بېړنویو درملنو ته اړتیا درلوده.
د بښنې د نړیوال سازمان د روغتیايي چارو د څانګې مشر اډري ګوګران وویل، د سوري کډوالو درملنه په روغتونو کې او په ځانګړي توګه صحي اسانتیاوې ډېری کمې دي او د نړیوالو مرسته کوونکو د مرستو په کمېدو سره حالات ورځ تر بلې خرابېږي.
په لبنان کې ډېری روغتونونه شخصي دي، چې درملنه په کې ډېرې پیسې غواړي.








