د روسیې-اوکرایین جګړه: پر پوتین نیوکګر پادري نیول شوی

    • Author, عليم مقبول
    • دنده, بي بي سي نيوز- د مذهبي چارو خبریال

د پلار ایوان کورمویاروف پر کور چې افسرانو یرغل ور وړ،‌ له هغه یې ګرځنده ټیلېفون، کمپیوټر، دوه ایکنونه، یو مذهبي څادر او یو لرګین صلیب یووړل.

بیا وروسته په سن پیټرزبرګ کې دی د پولیسو مرکز ته بوتلل شو، خو له کورنۍ سره یوې ټیلېفوني اړیکې ته اجازه ورکړل شوه.

ایوان په دې ټیلېفوني تماس کې خپله کورنۍ خبره کړه چې نیول شوی دی.

باور دی چې ایوان هغه لومړنی پادري دی چې په روسیه کې د جاري قوانینو له مخې نیول کېږي، هغه هم په دې تور چې په اوکرایین کې د جګړې په اړه د کرملین د خوښې مخالف مالومات خپروي.

ایوان په یوه خبرپاڼه کې چې خپل وکیل ته یې د سن پیټرزبرګ له کریسټي زنذانه لیکلې ده، ویلي: "زما نظر او رایه بندي ده، د خپل باور او اند له کبله ځورېږم... زما پر وړاندې تړل شوي تورونه او زما نیول ناقانونه دي".

دغه پادري وايي، یو سوله ییز مسیحي دی، اخلاقي نظریات یې بشپړ د انجیل له سپارښتنو او د روسیې له ارتودوکس کلیسا اخیستي دي.

دی په خبرپاڼه کې دا هم وايي چې "د سولې راوستونکو ته دې سلام وي،‌ "وژل مه کوئ".

د مارچ پر ۱۲مه، پر اوکرایین د پوتین د جګړې له دوو اونیو تېرېدو وروسته، ایوان یوه اته د قیقه ییزه وېډیو پر یوټیوب خپره کړه.

وېډیو کې یې ویلي وو، هغه کسان به جنت ته ولاړ نه شي چې یرغل پیلوي، په دې حالت کې اوکرایین پر روسیې برید نه دی کړی، بلکې برعکس کار شوی.

د روسي مشرتابه په اړه یې ویلي وو: "تاسې هغه یرغلګر یاست چې برید مو وکړ او ولسي وګړي مو ووژل... تاسې به جنت ته ولاړ نه شئ، بلکې دوزخ ته به ځئ".

په ویدو کې ایوان پر اوکرایین د روسیې یرغل له تاوتریخجن "جهاد" سره پرتله کړی، چې نېغه نغوته (اشاره)‌ یې په مکرر ډول په مسکو کې د وینو تږیو مشرانو ته ده، باید دوی نوی مذهب غوره کړي چې "سخت دریځي اسلامي جنګالي" شي.

د هغه ورور الکسندر کورمویاروف ویلي: "موږ اندېښمن وو، خو دا تمه مو نه لرله چې هغه به نیول کېږي"، اوس خبر شوم چې ایوان به لومړی زندان کې دوه میاشتې تېروي او ښايي له محاکمې سره مخامخ شي.

دی وايي: "پیل کې مو باور و چې دا به د پولیسو یو اخطار وي، خو اوس اندېښمن یو چې لس کاله بند به پرې وخېژي.

په کریسټي ندان کې یوازېنی کس چې له ایوان سره یې وکتلی شو، د هغه وکیل لیونیډ کریکون و، چې ویلي یې دي موکل یې له روغتیايي پلوه ښه دی، او لاهم پر خپل نظر تینګار کوي.

کریکون وايي: "ایوان ته مې وویل که یې ومنله چې ګناهکار دی، ښايي د لږ مودې لپاره سپکه سزا ورکړل شي، خو هغه دا نه مني چې ګنې کوم جرم یې کړی دی".

"دی وايي ددې پرځای چې د تېروتنې اعتراف وکړي، اوږده موده سزا غوره ګڼي او ټینګار یې دا دی که داسې وشي نو د زندان ملګرو ته به دعوت وکړي".

دا لومړی ځل نه دی چې ایوان په ښکاره د خپل نظر څرګندولو جرأت کوي، په ۲۰۲۰ کال له کلیسا ځکه وایستل شو چې د روسي وسله والو ځواکونو لپاره یې یو تازه جوړ شوی کتدرال "بت پرست" بللی و.

دا کتدرال چې مسکو کې جوړ شوی، د روسیې د دفاع د وزیر سرګي لاوروف په غوښتنه جوړ شوی، او په پام کې وه چې پر دېوالونو یې د کریمیا ټاپو د نیولو د ازادۍ صحنې او د روسي ولسمشر پوتین او ستالین انځورونه وکښل شي.

هغه وخت ایوان پر خواله رسنیو ویلي وو، شویګو باید مذهبي شعایرو ته د سپکاوي په تور ونیول شي.

ایوان کورمایاروف د اوکرایین زړه وینیڅیا کې خپل ډېر عمر تېر کړی، د روسیې له پوځ یې د پلار له تقاعد وروسته کورنۍ اوکرایین ته لېږدېدلې ده.

د هغه ورور الکسندر کورمایاروف له وینیڅیا ویلي، "کله چې ایوان ماشوم و، سپینې خبرې به یې کولې او د حقیقت په لټه کې و".

الکسندر زیاتوي: "په کلیسا کې یې د حقیقت په اړه د لټون خپله ورکه ومونده".

خو په ۲۰۱۷ کال، ایوان د اوکرایین خبرونو کې د یوه اخطار له کبله د سر ټکی شو.

کله چې کریمیا ټاپو له روسیې سره یوځای شو او د روسیې په ملاتړ ځواکونو د اوکرایین ځینې ختیځې سیمې ونیولې، کېیف د شوروي پر اړوندو نښو بندیز پراخ کړ.

خو ایوان د یوې تر ټولو لانجمنې نښې انځور خپور کړ، د پادري جورج د درېشۍ نښان.

که څه هم دا نارنجي او تور رنګه نښان پر نازي جرمنی د بریا یاد لپاره جوړ شوی، د اوکرایین ختیځ کې د روسیې له ملاتړه برخمنو بېلتونپالو لخوا هم کارول کېده.‌

الکسندر وايي: "په اصل کې د روسیې ملاتړی نه دی، بلکې د وینا د ازادۍ دفاع کوي او باوري دی چې چارواکو ددغه نښان په بندیز سره تېروتنه کړې ده".

هغه وخت ایوان وویل چې تاوان ورکولو ته چمتو دی، چې شاوخوا ۱۰۰ ډالره کېدل، خو وروسته به دی خپله دغه نښان لګوي ځکه چې بدل کې یې پیسې ورکړې دي.‌ د اوکرایین قضايي ارګان د هغه پرضد له قضیې تېر شو.

دی روسیې ته ولاړ خو د وینا د ازادۍ دفاع کې د بندیزونو له کبله اوس لا ډېر تاوان ګالي.‌

د تېره اپرېل کې د مسکو ارتودوکس کلیسا یې غړیتوب ترې واخیست، خو بهر کې د روسي اردوتوکس کلیسا غړیتوب لاهم لري.

که څه هم د هغه د بند مودد د اګسټ پر شپږمه پای ته رسېږي، خو ښايي د زندان تیارو کې څو کاله پاتې شي.

د دې رپوټ چمتو کولو کې هېري وارلي، جیسي کنېر او ناستازیا لوتاریفا برخه اخیستې ده.