کرملېن ماڼۍ: د وسلو جوپې به د اروپا امنیت له ګواښ سره مخ کړي

د عکس سرچینه، Reuters
د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاند دېمیتري پېسکوف خبرداری ورکړی چې د لوېدیځ لخوا اوکرایین ته د وسلو استول به د اروپا امنیت له ګواښ سره مخامخ کړي.
هغه خبریالانو ته ویلي چې اوکرایین ته د وسلو لېږلو لیوالتیا د اروپا ټوله لویه وچه کې امنیت ته خطر پېښوي او د "بې ثباتې اور ته لمن وهي."
دیمیتري پیسکوف دا څرګندونې پر اوکرایین د روسیې له برید نهه اوونۍ وروسته د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز ټروس د څرګندونو په غبرګون کې وکړې.
اغلې ټروس اوکرایین ته د درنو تجهیزاتو د لېږلو دفاع کړې او دا یې د لوېدیځ یوه "ستراتیژیکه اړتیا" بللې ده.
له دې مخکې د ورسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم خبرداری ورکړی و چې هغه هېوادونه به له چټک غبرګون سره مخامخ شي چې د اوکرایین جګړه کې په لاسوهنې سره د ده په وینا روسیه له "ستراتېژیکو ګواښونو" سره مخامخوي.
د پوتین خبرداری

د عکس سرچینه، Getty Images
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی چې که هر یو هېواد د اوکرایین جګړه کې لاسوهنه وکړي، په وینا یې د 'برېښناغوندې چټک 'غبرګون به وویني.
دی وايي: ''موږ هغه ټول سامان - الات لرو چې یو څوک یې لاپې وهلای شي... او موږ به یې د اړتیا پر وخت وکاروو. ''
د روسیې سنټ پېټرسبورګ کې ځايي پارلمان غړو ته وینا کې د نوموړي دا څرګندونې بالسټیک توغندیو او اتومي وسلو ته اشاره بلل شوې.
د روسیې ولسمشر د زیاتو جزیاتو له ورکولو پرته وویل، هغه ټولې پرېکړې وار له مخه شوې دي، چې دې غبرګون کې به څه ډول اقدامات شامل وي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي: جګړه "بې عقلي ده"

د عکس سرچینه، AFP
د ملګرو ملتونو سرمنشي د اوکرایین پلازمېنې کیېف ته نژدې د هغو سیمو لیدنې پر مهال چې روسي ځواکونو مارچ میاشت کې تر څو اونیو پورې نیولې وې، وویل په یووېشتمه پېړۍ کې جګړه "بې عقلي" ده.
په بوچا ښارګوټي کې د یوې کلیسا شا ته انتونیو ګوتېرش ته د ملکي خلکو وژل کېدو په هکله وویل شول، چې همدې ځای کې په یوه ډله ییز قبر کې دفن شوي وو.
ښاغلي ګوتیرش وویل: ''دلته انسان محسوسوي چې د پلټنو او حساب غوښتنې ته څومره اړتیا ده. ''
نوموړي زیاته کړه: ''زه په بشپړه توګه د جنايي جرمونو مخنیوي نړیوالې محکمې ملاتړ کوم او له روسیې فدراسیونه غواړم چې د ای سي سي سره همکارۍ ته غاړه کېږدي. خو کله چې موږ د جنګي جرمونو خبره کوو، باید هېر نه کړو، چې جګړه په خپل ځای تر ټولو ناوړه جرم دی. ''
د بي بي سي خبریاله ساره رینسفورډ په خپل رپوټ کې وايي، د ملګرو ملتونو عمومي منشي د کیېف شاوخوا سیمو لیدو لړ کې لومړی بورودیانکا ته لاړ او هلته یې د توغندیزو بریدونو له کبله د یوې ورانې شوې ودانۍ څنګ ته وویل: ''کله چې دې ورانو شویو ودانیو ته ګورم، فکر کوم په دې یوه اپارتمان کې مې کورنۍ ژوند کاوه، په تصور کې خپلې لمسۍ وینم چې له ډاره منډې وهي. ''
نوموړي زیاته کړه، ''په ۲۱ مه پېړۍ کې جګړه بې عقلي ده، بدي ده، کله چې داسې وضعیت وینو، طبعاً له قربانیانو سره مو زړه خواشینی شي، د دوی له کورنیو سره مو غمرازي ډېره شي. خو زموږ احساس دا دی چې په یووېشتمه پېړۍ کې جګړه په هیڅ صورت د منلو نه ده. ''









