له خبریالۍ تر وسله‌والۍ: عزام څه ډول د "داعش خراسان" څانګې ویاند شو؟

دواړه انځورونه د عزام بېلابېل وختونه ښيي

د عکس سرچینه، PTV

د عکس تشریح، د رپوټونو له مخې سلطان عزیز عزام په ننګرهار پوهنتون کې شرعیات لوستي او وروسته یې څو ځايي رسنیو سره کار هم کړی دی.‌
    • Author, د بي بي سي حقیقت موندنې څانګه

له نیول کېدو اوه میاشتې وروسته لومړی ملګرو ملتونو او اوس اسلام‌اباد ومنله چې پاکستاني ځواکونو د "داعش خراسان څانګې" یوه مشهوره څېره سلطان عزیز عزام نیولی دی. له دې وړاندې عزام تر اوسه څو وارې د خبرونو سر ټکي جوړ کړي و.

د بي بي سي افغانستان د حقیقت موندنې څانګې دې کتنه کړې چې د هغه د وسله‌والۍ ژوند له کومه پیل شو.

۴۷کلن عزام د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ کې زېږېدلی. هغه د ننګرهار پوهنتون کې د شرعیاتو پوهنځی لوستی و، خو د مسلک خلاف یې خبریالۍ ته مخه کړه.

هغه په جلال اباد کې د خبریالۍ لنډ مهالې روزنه وکړه او ډېر ژر یې په ځینو سیمه‌ییزو اېف‌اېم راډیوګانو کې په نیمه‌شپه ناول لوستلو سره پر یوه اشنا غږ بدل شو. هغه د نسیم حجازي مشهور ناول اوراوه چې تر ډېر په کې د جګړو کیسې رانغښتي دي.

دوه ځايي خبریالانو چې دی یې له نژدې پېژانده بي بي سي ته وویل "عزام ډېر ارام و، لنډه ږیره او یو لوري ته یې کاکل ګرځوه، خبریالانو سره به په بنډارونو کې ناست و، ټولنیز خویونه یې درلودل او ټوکې ټکالې به یې کولې."

په ۲۰۱۵ کال کې د هغه د بنډارونو یاران هغه مهال هک حیران شول چې د عزام اواز د خلافت غږ راډیو له څپو واورېدل شو، دا د "داعش" اړوند یوه اېف‌اېم راډيو وه چې د ننګرهار په څو ولسوالیو کې یې خپرونې کولې.

هغه عزام چې خیالي کیسې او شعرونه به یې په راډیو کې لوستل، اوس د خلافت غږ له یوې نا معلومې سټوډیو خلک په مرګ ګواښل.

عزام

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د عکس تشریح، د عزام د مرګ له خبر دوه نیم کاله وروسته، هغه بیا راڅرګند شو.

هغه کلونه کلونه په ګڼ وګړي ښار جلال‌اباد کې ژوند کړی و او د ډېرو حکومتي چارواکو او مشهورو څېرو د ټېلیفون شمېرې او درک ور معلوم و.

جلال اباد ښار کې د هغه د خبریالۍ د وخت څو ملګرو یې بي‌بي‌سي ته وویل، خپلې د ټیلیفون شمېرې یې بدله کړې ځکه هغه به کله نا کله زنګونه راوهل او غوښتل یې خپل ملګري وپالي، خو دوی وايي موږ له ده او له حکومته دواړو ډارېدو.

ننګرهار کې بیا ځینو خبریالانو دا هم ویل چې هغه به د خپلو فعالیتونو اړوند خبرونه او معلومات دوی ته لېږل.

یوه خبریال چې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي بي‌بي‌سي ته وویل، د "داعش" اړوند خبري پوښښ پر مهال به کله نا کله د عزام له لوري پر ټیلیفون ګواښل کېده.

بي‌بي‌سي ته د هغه پخوانیو ملګرو ویلي کله چې د ننګرهار په اچین، نازیانو، بټي کوټ او پچیر اګام کې د پخواني افغان حکومت او ځینو سیمو کې د طالبانو له لوري پراخ عملیات وشول، د خلافت غږ راډیو هم نوره چوپ شوه.

د ۲۰۱۸ کال د دسمبر پر۲۷مه افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ادعا وکړه چې سلطان عزیز عزام یې د دسمبر پر ۲۵مه د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې وژلی دی. د ناټو ویناپاڼه کې ویل شوي وو، پر هغه د پچیر اګام ولسوالۍ کې هوايي ګزار شوی.

دا هغه مهال و چې د ننګرهار په ډېرو سیمو کې دغې ډلې وسله والو فعالیت درلوده. د ناټو له دغه اعلان کال وړاندې د ۲۰۱۷ په اپرېل کې امریکا د بمونو مور په نوم تر ټولو ستر نا اټومي بم د ننګرهار په اچین ولسوالۍ ګزار کړ چې ویل کېده په مامند دره کې یې د "داعش" سنګرونه په نښه کړي دي.

د عزام د مرګ له خبر دوه نیم کاله وروسته، هغه بیا راڅرګند شو.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۲۶مه، عزام د اسلامي دولت خراسان څانګې په استازیتوب د هغه ځانمرګي برید مسوولیت ومانه چې د کابل نړیوال هوايي ډګر ته نژدې شوی و. په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۷۰ افغانان او ۱۳ د امریکا سرتېري ووژل شول او ۱۵۰ نور ټپیان شول.

په همدغه کال کې د هغه په نوم "د پېچومو لاروی" یو کتاب هم خپور شوی چې په کې یې د خپلې ډلې جوړښت او دې سیمه کې خپل چارو ته کتنه کړې ده.

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ کال په اپرېل کې سلطان عزیز عزام د نړیوالې ترهګرۍ په نوملړ کې ځای کړ.

د ملګرو ملتونو په دغه رپوټ کې ویل شوي وو" عزام د اسلامي دولت – د خراسان ولایت د ویاند په توګه له تاوتریخوالي ډکې جهادي ایډیالوژۍ د خپرولو، د ترهګریزو کړنو د ستاینې او د هغوی د توجیه کولو په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

د افغان خبریال په توګه د هغه د پخوانۍ تجربې له مخې، د دغه ډلې د ویاند په توګه د هغه فعالیت د دې لامل شو چې د دې ډلې شهرت او اغېز د خپلو پلویانو ترمنځ زیات شي.

د هغه ګڼ شمېر څرګندونو او نورو تبلیغاتي فعالیتونو د ډېرو کسانو د جذب او د ډلې په ګټه د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو هڅونه کړې ده."

د اسلامي دولت نومې ډلې خراسان څانګې د فعالیتونو دوه تنه شنونکي وايي، هغه د "مؤسسه العزائم" په نوم د یوې رسنیزې شبکې مشري هم کوله چې د "داعش خراسان" د رسنیزو او تبلیغاتي چارو مسوولیت یې منعکساوه.

العزائم پر فارسي، پښتو، ازبکي او ان تاجکي لیکدود خپرونې کولې.

د "داعش خراسان" ډېری مجلې او پیغامونه پر ټېلېګرام او پخواني ټویټر یا اېکس د مستعارو نومونو په کارولو سره فعالیت کوي.