د هنګري لومړي وزیر د ټاکنو له ګټلو وروسته پر زېلینسکي نیوکه کړې

ویکتور اوربان گفت که حزب او یک پیروزی "بزرگ" به دست آورده است

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ویکټور اوربان ۵۸ کلن او ۱۲ کلونو د هنګري لومړی وزیر دي

هنګري کې د وروستیو ټولټاکنو پایلې چې تر اوسه یې د ۹۸ سلنه رایې شمېرل شوي‌ ښيي چې د لومړي وزیر ویکټور اوربان ښي اړخي 'فیډس' ګوند دا ټاکنې ګټلې دي.‌

د شمېرل شویو رایو د پایلو له مخې واکمن ګوند دغو ټاکنو کې ۵۳ او د اپوزېسیون اېتلاف ۳۵ سلنه رایې خپلې کړې دي.‌

دا څلورم پرله پسې ځل دی چې دغه ګوند واک کې پاتې کېږي.‌

ښاغلي‌اوربان د خپلې بریا په تړاو وینا کې د بروکسل پر بوروکراتانو او همدا راز د اوکرایین پر ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي سختې نیوکې کړي ‌او هغوی یې "مخالفان" بللي‌ دي.‌

ښاغلي اوربان پلازمېنه بوداپست کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته ویلي‌ "زموږ بریا ډېره ستره وه - هغوی کولی شي له سپوږمۍ یې هم وګوري - له بروکسله خو خامخا کتل کېدای شي."

هنګري له اوکرایین سره ګډه پوله لري‌ او تر اوسه یې له جګړې شاوخوا نیم میلیون ورتښتېدلو کسانو ته پناه ورکړې ده.‌

ښاغلی اوربان اوکرایین ته د وسلو لېږلو مخالف دی او په دې توګه غواړي خپل هېواد له دې جګړې لرې وساتي.‌

هغه ویلي‌ یوازې زیانمنو ملکي‌ خلکو سره مرسته کوي.

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي په وار وار د هنګري او په ځانګړي ډول د ویکټور اوربان پر سیاستونو نیوکه کړې ده.‌

له اروپايي‌ ټولنې سره هم د ۵۸ کلن اوربان اړېکې ډېر ښې نه دي.‌ دغه ټولنه نیوکه کوي‌ چې د هغه فیډس ګوند هنګري کې دیموکراتیک بنسټونه کمزوري کړي دي.‌

تور دا دی چې ښاغلي اوربان د خپلې ۱۲ کلنې واکمنۍ پر مهال اساسي قانون کې د بدلونونو له لارې ستره محکمه پر خپلو پلویانو ډکه کړې او ټاکنیز سیستم یې په خپله ګټه اړولی دی.‌

د هنګري دغو ټاکنو کې د اپوزېسیون نوماند پیتر مارکي‌ زي استدلال کاوه چې هېواد یې باید له پولنډ، بریتانیا او نورو لوېدیځو هېوادونو سره اوکرایین ته د وسلو لېږلو کې ملګری شي.‌

هغه دغو ټاکنو کې خپله ماته منلې او ویلي یې دي‌ "خپله خواشیني او ناهیلي نه پټوم."