تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بلوچستان: په چاودنه کې څلور پاکستاني پوځيان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي
د پاکستان د بلوچستان ايالت په سبي کې د سې شنبې په ورځ د يوې بمي چاودنې په ترڅ کې څلور پوځيان وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.
يا ده دې وي چې په تېرو لسو ورځو کې دا په سبي کې درېيمه چاودنه ده.
له بي بي سي سره په خبرو کې د صوبي د مرکز کوټې يوه جګپوړي امنيتي او د سبۍ يوه ځايي چارواکي پېښه تاييد کړه.
د چارواکو په وينا چاودنه کې د څلورو ټپيانو حالت نازک و چې د درملنې په موخه په الوتکه کې کوټې ته ولېږدول شول.
د بلوچ لېبرېشن ارمي د دغه بريد مسووليت منلی دی.
د سبي چارواکي وايي چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د امنيتي ځواکونو موټر له سيمې تېرېده.
په بلوچستان کې په دې وروستيو کې دا ډول پېښې زیاتې شوې دي.
دوه ورځې وړاندې هم په سنګان کې د ماين چاودنه شوې وه چې دوه کسان په کې ټپيان شوي وو.
تر دې وړاندې د روانې مارچ میاشتې پر اتمه نېټه سبۍ کې د يوه ځانمرګي بريد له کبله اووه امنيتي ځواکونه وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي وو.
سبۍ د کوټې ښار جنوب ختيځ په شاوخوا ۱۳۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري. د سبي په ختيځ او شمال کې د بلوچستان درې ولسوالۍ، دېره بګټي، کوهلو او هرنايي پرتې دي.
د جنورۍ پر ۲۵ د ايران پولې ته څېرمه کيچ کې په يوه بريد کې ۱۰ امنيتي ځواکونه وژل شوي وو.
د فبرورۍ په دويمه نېټه په نوشکي او پنجګور کې د امنیتي ځواکونو پر مرکز بريد کې نهه سرتېرې وژل شوي وو.
دا بريدونه په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان امنيتي ځواکونو د بلوچستان په بېلا بېلو سيمو کې هم عمليات جاري ساتلي، چې وايي په ترڅ کې يې په نوشکي او پنجګور کې د وژل شوو وسله والو په ګډون تر ٤٠ زيات وسله وال وژلي دي.
خو وسله والې ډلې په نوشکي او پنجګور کې د وژل شويو شمېر شاوخوا ٢٦ کسانو ښودلی دی.
که څه هم په بلوچستان کې د ناامنیو پېښې رامنځ ته کېږي، خو د حکومتي چارواکو په وینا د امنیتي ځواکونو د اقداماتو له امله په بلوچستان کې د ناکراریو پېښې کمې شوي دي.