پاکستان حکومت د دولتي هوايي شرکت 'پي‌ای‌اې' ۷۵ سلنه ونډې پر خصوصي سکتور وپلورلې

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي

پاکستان حکومت پر سې شنبه د دې هېواد ملي هوايي شرکت (پي‌ای‌اې) کې خپلې ۷۵ سلنه ونډې د بېلابېلو خصوصي شرکتونو یوه کنسورسیم یا ټولګې ته وپلورلې، چې عارف 'حبیب کارپورېشن' یې مشري کوي.

د بولۍ یا لیلامۍ په هغو مراسمو کې چې پر ټلویزیون په ژوندۍ بڼه خپرېدل، یاد کنسورسیم د ۱۳۵ میلیاردو روپیو (۴۸۲.۳۲ میلیونه ډالره) بولۍ وړاندې کړه، چې په لیلامي کې یې د یوازیني سیال (لکي سیمټ) پرتله ډېره وه او بریالۍ وبلل شوه.

د دې سودا په دویم پړاو کې به همدې سوداګریزې ادارې ته د پاتې ۲۵ سلنه ونډو پیردولو وړاندیز هم کېږي.

پاکستاني سوداګر او پانګوال عارف حبیب له کامیابې بولۍ وروسته د بي بي سي له اردو څانګې سره خبرو کې وویل: ''دې سره به نړیوالو ته مثبت پیغام ورسېږي، چې پاکستان کې داسې کاروباري خلک شته، چې 'پي‌ای‌اې' اخیستلای شي او دې سره به بهرني پانګوال هم پاکستان کې پانګونې ته لېوال شي. د بولۍ لویه برخه به شرکت ته ورځي او دې سره به د 'پي‌ای‌اې' فعالیتونه اسان شي.''

ایربلیو نومي شرکت هم په دې سیالۍ کې د ۲۶ میلیاردو پاکستاني روپیو له بولۍ سره برخه اخیستې وه، خو د دوی بولۍ د حکومت له لږترلږ ټاکل شوې بولۍ ۱۰۰ میلیاردو روپیو هم کمه وه او له سیالۍ بهر شول.

د یادونې ده، چې پاکستان حکومت له دې مخکې هم خصوصي سیکتور ته د 'پي‌ای‌اې' ونډو پلورلو هڅه کړې، چې ناکامه وه. پروسږ کال یوازې یوه شرکت د پي ای اې ونډو پېرلو لپاره بولۍ وړاندې کړه، چې د حکومت له ټاکلې بیې خورا ډېره کمه وه.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، پاکستان حکومت د 'پي‌ای‌اې' ټولو مخکینیو پورونو مسوولیت پرغاړه اخیستی او په دا وروستیو کې دې ادارې له نژدې ۲۰ کلونو وروسته د ګټې ترلاسه کولو اعلان کړی.

د سږ کال ۲۰۲۵ په لومړیو کې پاکستاني 'پي‌ای‌اې' چارواکو په یوه اعلامیه کې وویل، یاد هوايي شرکت په ۲۰۲۴ کې ۲.۲۶ ملیارده روپۍ ګټه ترلاسه کړه. د دې ګټې لامل د حکومت هغه نوښت یادېده، چې د هوايي شرکت څو سوه ملیارده روپیو پور یې ختم او مسوولیت یې پر غاړه واخیست.

د 'پي‌ای‌اې' د ګټې په تړاو حکومتي اعلان د ډېرو لپاره ځکه حیرانوونکی و، چې له دې یو کال مخکې د ۲۰۲۳ له جنورۍ تر سپتمبر پورې ۷۵ میلیارده روپۍ تاوان اعلان شوی و او په ۲۰۲۲ کال کې د پي ای اې د زیان کچه ۸۸ میلیارده روپۍ بلل شوې وه.

مالي زیانونه

د 'پي‌ای‌اې' پلور خصوصي سیکتور ته د پاکستان حکومت له لوري د هغو لویو دولتي شرکتونو پلورلو پروګرام کې شامل و، چې له مالي زیانونو سره مخامخ دي.

د پاکستان نجکاري یا خصوصي سکتور ته د دولتي شرکتونو پلور ادارې ویاند وايي، د 'پي‌ای‌اې' ۷۵ سلنه ونډو له پلوره به حکومت یوازې اووه نیم سلنه پیسې ترلاسه کړي او پاتې پیسې به 'پي‌ای‌اې' ته ورکړل شي، یعنې پېرودونکی باید پاتې پیسې د 'پي‌ای‌اې' لپاره وکاروي.

که څه هم حکومت د 'پي‌ای‌اې' له پلوره یوازې اووه نیم سلنه پیسې ترلاسه کوي، خو د اقتصادي چارو کارپوه شهباز جمیل د بي بي سي له اردو څانګې سره خبرو کې وايي، پاکستان به د دې شرکت له پلور سره له هغو میلیاردونو روپیو زیانه اوږې سپکې کړي، چې هرکال یې ګالي.

د رپوټونو له مخې 'پي‌ای‌اې' دا وخت ټولټال ۳۸ الوتکې لري، چې یوازې ۱۸ یې فعالې دي او دغه راز دا شرکت په ۷۸ نړیوالو هوايي ډګرونو کې د کېناستو حقونه لري، چې ځینې اروپايي هېوادونو او لندن هوايي ډګرونه هم پکې شامل دي، خو امریکا متحدو ایالتونو ته لا هم د 'پي‌ای‌اې' پر الوتنو لګېدلی بندیز پر ځای پاتې دی.

پاکستاني چارواکي وايي، اوسمهال د 'پي‌ای‌اې' ټولو کارکوونکو شمېر نژدې شپږ نیم زره کسانو ته رسېږي، چې خصوصي سکتور ته د دولتي شرکتونو سپارلو ادارې سلاکار په وینا تر یوه کاله به یې دندې خوندي وي، له یوه کال وروسته به هم ګڼ شمېر کسانو دندې پرېښودلو ته نه اړایستل کېږي، خو په خپله خوښه د دندې پرېښودلو غوښتنه ترې کېدای شي.