امریکا: له اوکرایین سره پولې نه د ځواکونو د ایستلو په اړه د روسیې ادعا ''دروغ'' ده

د عکس سرچینه، EPA/RUSSIAN DEFENCE MINISTRY
یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي ویلي د روسیې هغه ادعا چې وايي له اوکرایین سره پولې ته نژدې سیمې نه خپل پوځیان وباسي ''دروغ ''ده او روسیې په وروستیو ورځو کې ۷ زره ضافي پوځیان هم له اوکرایین سره پولې ته نژدي استولي دي.
دغه امریکايي چارواکي ویلي روسیه ښايي له دغسې ''دروغو '' سره هره کړۍ پر اوکرایین یرغل وکړي.
خو مسکو وايي چې د اوکرایین له پولې سره نژدې سیمه کې له پوځي تمرینونو له بشپړېدو وروسته خپل پوځیان بېرته لېږدوي.
په ورته وخت کې د لویدیځو هېوادونو چارواکي وايي دوی داسې هېڅ شواهد نه دي لېدلي چې د روسیې دغه ادعا دې ریښتني وي.
روسیه سره له دې چې د اوکرایین پولې ته نژدې یې له ۱۰۰ زرو ډېر پوځیان ځای پرځای کړي د لویدیځو هېوادونو دا خبره ردوي چې ګواکې پر اوکرایین د برید کولو نیت لري.
پرون (چارشنبه د فبرورۍ ۱۶مه) د روسیې دفاع وزارت داسې یوه ویډیو خپره کړه چې په کې ټانکونه لېدل کېږي چې له کریمیا نه د وتلو په حال کې دي.
کریمیا هغه سیمه ده چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې له اوکرایین نه ونیوله او له خپلې خاورې سره یې ګډه کړه.
خو د سپینې ماڼې دغه لوړ پوړي چارواکي ویلي په وروستیو ورځو کې روسیې لا نور پوځیان سیمې ته استولي او په وینا یې همدا پرون چهارشنبه هم یو شمېر روسي پوځیان له اوکرایین سره پولې ته استول شوي دي.
دغه لوړ پوړي امریکايي چارواکي ویلي له سیمې نه د روسي پوځیانو د ایستلو په اړه د روسیې ادعا ته په نړۍ کې ډېر پام اوښتي و خو په پای کې څرګنده شوه چې ''دروغ '' وه.
پرون د امریکا ولسمشر جوبایډن او د جرمني لومړي وزیر لاف شولز هم په تېلېفوني خبرو کې وویل چې روسیه باید د کړکېچ د کمولو په موخه ګامونه پورته کړي.
د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ هم ویلي د اوکرايين له پولو سره نژدې د روسيې ځواکونو لخوا د جګړې کمېدو کومه نښه نه ليدل کېږي.
نوموړي وويل، روسيه لا هم پر اوکرايين د بريد لپاره يو لوی ځواک د دغه هېواد شاوخوا کې ځای پر ځای کړی دی.
خو ښاغلي سټولټنبرګ خبرداری ورکړ چې د اروپا امنيت لپاره د روسیې ګواښ "عادی" شوی. ده وويل، ناټو په مرکزي او ختيځه اروپا کې د نويو جنګي ډلو پر جوړولو غور کوي.
د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، د روسیې پوځونو ځای پر ځای کېدو لړ کې یې هیڅ کموالی نه دی لیدلی او ''روسیه لا هم پر پوله د پوځونو شمېر ډېروي. ''
تر دې وړاندې د اوکرایین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي هم له بي بي سي سره خبرو کې ویلي چې له اوکرایین سره د روسیې پولې له سیمو یې د روسي پوځونو وتلو هیڅ ثبوت نه دی لیدلی.

د عکس سرچینه، Reuters
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په خورا محتاطانه ډول د اوکرایین کړکېچ دیپلوماتیک حل ته هیله مندي څرګنده کړې.
نوموړي د ولسمشر بایډن د خبرو په تکرار ویلي روسیې د پوځونو ایستلو په تړاو هېڅ نښې، نښانې نه دي څرګندې کړې.
د امریکا ولسمشر ویلي چې روسیې اوس له اوکرایین سره پر پوله شاوخوا ۱۵۰ زره پوځیان ځای پر ځای کړي دي.








