د امریکا لوی درستیز وايي، پر اوکرایین د روسیې یرغل به 'بوږنونکی' وي

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلې وايي، پر اوکرایین د روسیې یرغل به 'بوږنونکی ' وي او د خورا ډېرو تلفاتو لامل به شي. جنرال میلې د روسیې او اوکرایین پر پوله د نژدې ۱۰۰ زره پوځیانو ځای پر ځای کېدل له سړې جګړې وروسته د پوځیانو تر ټولو ستره ټولېدنه بللې.
بل لور د امریکا دفاع وزیر لوید استین بیا وايي، اوس هم د دیپلوماسۍ له لارې د کړکېچ رامنځته کېدو مخه نیول کېدای شي.
روسیه پر اوکرایین د یرغل کولو پلان لرل ردوي.
د جمعې پر ورځ پینټاګون کې یوې خبري غونډې ته وینا کې د امریکا لوی درستیز وویل، د ځای پر ځای شویو پوځونو له شمېره ښکاري چې برید به خورا ناوړه پایلې ولري.
نوموړی وايي: ''که پر اوکرایین یرغل وشي، د خورا ناوړه پایلو لامل به شي. په ګڼ مېشتو ښاري سیمو کې به جګړه بوږنونکې وي. ''
د امریکا دفاع وزیر لوید استین بیا وايي، امریکا ژمنه ده، چې د نورو وسلو ورکړې په ګډون به له اوکرایین سره له ځانه د دفاع لړ کې مرسته کوي.
نوموړي دغه راز د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین وغوښتل چې د تاوتریخوالي کمولو لپاره اقدامات وکړي. هغه وايي:
''د کړکېچ مخه نیول کېدای شي. اوس هم د دیپلوماسۍ لپاره وخت او واټن شته. داسې هېڅ دلیل نه شته چې اوسنی وضعیت دې په کړکېچ بدل شي... دی کولای شي خپلو پوځیانو ته د لېرې کېدو امر وکړي. ''
بل لور د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، ''نژدې راتلونکې '' کې به ختیځې اروپا ته یو شمېر امریکايي پوځیان د دې لپاره واستوي چې په سیمه کې د ناټو شتون پیاوړی شي.
خو نوموړې د پوځیانو ځای پر ځای کولو نېټې او ځای ځایګي په هکله څه و نه ویل.
د روانې اونۍ پیل کې د امریکا دفاع وزارت ویلي و، ۸۵۰۰ پوځیان د تیارسئ په حالت کې دي او سملاسي استول کېدای شي.
له لویديځوالو 'د وېرې نه خپرولو' غوښتنه

د عکس سرچینه، Reuters
د اوکرايين ولسمشر ولادمير زيلينسکي پر لوېديځ غږ کړی چې د دغه هېواد په پولو کې د روسيي پوځيانو د ځای پرځای کېدو په اړه دې وېره نه خپروي.
نوموړي خبريالانو ته وويل، چې د احتمالي بريد خبرداري د اوکرايين اقتصاد له ګواښ سره مخ کړی دی.
د پنجشنبې پر ورځ د امریکا ولسمشر جو بايډن وويل، په دې باور دی چې روسيه کېدی شي راتلونکې مياشت پر ګاونډي اوکرايين بريد وکړي.
خو روسيه د بريد پلان ردوي او د جمعې په ورځ د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير وويل چې مسکو جګړه نه غواړي.
دا په داسې حال کې ده چې روسيې د اوکرايين پولو ته نژدې شاوخوا سل زره سرتېري ځای پر ځای کړي دي.
د اوکرايين ولسمشر په کيف کې خبريالانو ته وويل، "حتی د دولتونو معزز مشران هم وايي، چې سبا به جګړه وي، دا وېره ده او زموږ دولت ته څومره لګښت لري؟".
د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ مسوولین د دغه هېواد ولسمشر جو بایډن له قوله وايي، داسې 'څرګند احتمال ' شته چې روسیه به راتلونکې میاشت پر اوکرایین یرغل وکړي.
بل لور روسیې ویلي، له هغه وروسته چې امریکا یې مهمې غوښتنې رد کړې، د 'هیله مندۍ ' لپاره ډېر ځای نه شته.
له تېرې څه مودې راهیسې له اوکرایین سره پر پوله د روسیې پوځیانو ځای پر ځای کېدو له کبله پر دغه هېواد د روسیې یرغل وېره ډېره شوې ده، خو روسیه پر اوکرایین د برید کولو پلان لرل ردوي.

د عکس سرچینه، Reuters
بل لور ولسمشر بایډن دغه څرګندونې د پنجشنبې پر ورځ له خپل اوکراییني سیال ولودیمر زیلینسکي سره ټیلیفوني خبرو کې کړې دي.
د سپینې ماڼۍ ملي امنیت شورا ویاندې ایملي هورني په دې هکله وايي:
''ولسمشر بایډن وویل، داسې څرګند احتمال شته چې روسیان به فبرورۍ میاشت کې پر اوکرایین یرغل وکړي. هغه دا خبره په عام محضر کې کړې او موږ له څو میاشتو راهیسې په دې هکله خبرداری ورکوو. ''
د سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې په دې هکله ویل شوي:
''په دې خبرو کې ولسمشر بایډن ډاډ ورکړی چې که روسیه په اوکرایین کې نوره مداخله کوي، امریکا به له ملګرو او متحدینو سره په شریکه غوڅ غبرګون وښيي. ''
ښاغلي زیلینسکي بیا ویلي، دوی ''د تاوتریخوالي کمولو لپاره د وروستیو دیپلوماتیکو هڅو او په راتلونکي کې د شریکو فعالیتونو په تړاو غږیدلي دي. ''
د اکشیوس رپوټ کې ویل شوي، د خطر جدیت په هکله داوړه ولسمشران یوه خوله نه دي.
ځینې پوځي ماهرین بیا وايي، روسیه ښايي په اوکرایین کې د ځمکې کنګل کېدو انتظار کوي، چې درانه پوځي تجهیزات دې هېواد ته ولېږدولای شي.
د ګازو پایپ لاین بندولو ګواښ

د عکس سرچینه، Getty Images
روسیې ویلي د اوکرایین پر سر د رامنځته شوې ترینګلتیا هواري لپاره د خبرو د بریالیتوب امکان شته، خو امریکا او جرمني ګواښ کړی که روسیه پر اوکرایین برید وکړي د نوي ګاز پایپ لاین لویه پروژه به بنده کړي.
د امریکا له خوا روسیې ته د هغه استول شوي لیک په ځواب کې چې د اوکرایین پر شخړه د امریکا دریځ روښانه کوي، روسیې د لا نور ډیالوګ امکان نه دی رد کړی ، خو ویلي یې دي چې د دوی امنیتي اندېښنې نه دي ځواب شوي.
په خپله امریکا روسیې ته د دې استولي لیک د محتوی په اړه څه نه دي ویلي ، خو د بهرنیو چارو وزیر یې انتوني بلېنکن ویلي په دې لیک د دېپلوماتیکې حل لارې لپاره جدي وړاندیزونه شوي دي.
د همدې مسلې سره په تړاو د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي په قضاوت کې باید تلوار ونه شي.
خو په روسیه کې د بي بي سي خبریال بیا وايي چې د روسیې راتلونکي ګام په اړه په خپله ولسمشر ولادمیر پوتین پرېکړه کوي.
د اوکرایین پر سره د روسیې او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د ترینګلتیا لړ کې امریکا او جرمني ګواښ کړی که روسیه پر اوکرایین برید وکړي نو د نورډ سټریم۲ ګاز پایپ لاین به نه پرانیزي چې له روسیې جرمني ته ګاز لېږدوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرانیس رسنیو ته ویلي، "باید ډېره سپینه خبره وکړم چې که روسیې پر اوکرایین یرغل وکړ نو نورډ سټریم۲ به نور پرمختګ ونه کړي".
هغه په دې اړه له ډېر تفصیل ورکولو نه ډډه وکړه، خو د یادولو ده چې په دې اړه ډېرې پوښتنې شته چې امریکا به د دې پروژې درولو برخه کې څومره واک ولري.

د عکس سرچینه، Getty Images
جرمني چارواکو هم نن (پنجشنبه جنورۍ۲۷مه) همدې موضوع ته په اشارې ویلي چې که روسیه پر اوکرایین برید وکړي نو دا پروژه به له ډېر ننګونو سره مخامخ شي.
دا پایپ لاین چې جرمني له لارې د روسیې ګاز تر لوېدیځې اروپا رسوي څه باندې ۱۲۰۰ کیلومټره اوږدوالی لري، د بالتیک سمندرګي لاندې تېریږي، شاوخوا یوولس میلیارده ډالره پرې راغلی او په پنځو کلونو کې بشپړ شوی دی.
دا پایپ لاین د روسیې لپاره له اقتصادي پلوه ډېر ارزښت لري. په ټوله کې لوېدیځو هېوادونو ګواښ کړی چې که روسیې پر اوکرایین برید وکړي نو د روسیې اقتصاد به خپل هدف وګرځوي.
د لوېدیځو هېوادونو چارواکو وروستیو څرګندونو نه داسې بریښي چې د دې پایپ لاین په اړه یې دریځ تر پخوا ډېر سخت شوی دی.












