د لندن په ګډون د نړۍ لویو ښارونو کې دفلسطینیانو ملاتړ لپاره لاریونونه شوي

د عکس سرچینه، Reuters
د لندن او پاریس په ګډون د نړۍ په څو لویو ښارونو کې د اسراییل پر ضد او د فلسطینیانو په ملاتړ پراخ لاریونونه شوي دي. لاریونوالو د روانې شخړې د پای ته رسولو غوښتنه کوله او د خپلواک فلسطین شعارونه یې ورکول.
په پاریس کې د لاریون پرمهال اخ و ډب شوی او پولیسو د لاریون مخنیوي هڅه کړې ده.
بل لورته د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو کمشنرۍ په روانه شخړه کې له نړیوال قانونه د احتمالي سرغړونې په اړه د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې ده.
په لندن کې د زرګونه کسانو په لاریون کې خلکو له ځان سره شعارونه لیږدول چې پرې لیکل شوي وو، ''پرغزې بریدونه ودروئ. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
لاریونوالو په داسې حال کېد خپلواک فلسطین شعارونه ورکول چې د اسرايیل سفارت پر لور روان وو.
د اسپانیا په مدرید کې د پراخ لاریون ډېر ګډونوال ځوانان وو. دوی له ځان سره د فلسطین بیرغونه لېږدول، پر فلسطنیانو بریدونه یې غندل او روانه شخړه یې ''جګړه نه بلکې ټولوژنه '' بلله.
په فرانسه جرمني، لبنان او د نړۍ په څو نورو لویو ښارونو کې هم نن شنبه د فلسطینیانو په ملاتړ پراخ لاریونونه وشول.

د عکس سرچینه، Reuters
په اردن او عراق کې هم د فلسطین ملاتړ په موخه لاریونونه شوي.
په پاریس کې لاریون په تاوتریخوالي واوښت او پولیس د اوبو په شیندلو هڅه وکړه چې لاریون پای ته ورسوي. چارواکو ویلي دا لاریون له رسمي اجازې پرته پيل شوی و.
تېره اونۍ په بیت المقدس کې د الاقصی جومات په شاوخوا کې د فلسطینیانو او یهودانو ترمنځ له شخړې وروسته اسرايیل پولیس سرتېري د دې جومات حریم ته ننوتل.

د عکس سرچینه، Reuters
حماس ډلې چې پر غزې واک لري اسراييل ته خبر داری ورکړ چې د جومات له حریمه سرتېري وباسي، که نه نو بریدونه پرې وکړي، خو داسې و نه شول او حماس ډلې پر اسراييلي سیمو راکټي بریدونه وکړل.
اوس دا شخړه پراخه شوې او لمن یې نورو فلسطیني سیمو لکه د اردن سیند لویدیځه تړانګه او نورو سیمو ته غزیدلې.

د عکس سرچینه، Reuters
په اسرايیلي سیمو کې هم اخ و ډب شوی او تر ټولو خونړۍ نښتې په اسرايیلي ښار لد کې د عربو او یهودانو ترمنځ وشوې.
بل لورته د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو کمشنرې میشیل باشلیټ وايي چې په استوګنیزو سیمو بمبارۍ، راکټي بریدونه او د اسراييلي ځواکونو لخوا پر لاریونوالو ډزې ښايي جنګي جرمونه وبلل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغې یوه بیان کې ویلي په تېرو لسو ورځو کې وضعیت د خطر تر لوړ کچ رسېدلی.
مېرمن باشلیټ د تاوتریخوالي پای ته رسول غوښتي او له نړیواله قانونه د احتمالي سرغړونو په اړه یې پر خپلواکو څېړنو ټېنګار کړی دی.










