اسراییل غزه کې پر هغه ودانۍ بمباري کړې چې د الجزیره په ګډون د رسنیو دفترونه پکې وو

Building destroyed in Gaza

د عکس سرچینه، Getty Images

اسراییل د شنبې پر ورځ غزه کې هغه ودانۍ په نښه کړې چې د یو شمېر نړیوالو رسنیو تر څنګ یو شمېر کورونه هم پکې وو.

په رپوټونو کې ویل شوي، په دغه لوړپوړیزه ودانۍ کې د الجزیره او امریکايي خبري شبکې ایسوشیټيډ پریس سیمه ییز دفترونه هم وو.

د الجزیره په رپوټ کې ویل شوي، اسراییلي چارواکو له بریده یو ساعت مخکې خبرداری ورکړی چې له ودانۍ ووځي.

له خبرداري یو ساعت وروسته پر دغې ودانۍ هوايي برید شوی او ورانه شوې ده.

په یوه ویډیويي کلیپ کې لیدل کېږي چې په ودانۍ کې د اور لمبه پورته کېږي او وروسته ودانۍ له منځه ځي.

د بي بي سي خبریال رشدي ابوالوف وايي، د ویجاړې شوې ودانۍ څښتن هغه ادعا رد کړې چې په دې ودانۍ‍ کې پوځي چارې تر سره کېدې.

له دې مخکې د اسرییل له لوري په یوه اعلامیه کې ادعا وشوه چې په یاده ودانۍ کې د حماس ډلې اړوند 'استخباراتي هدفونه ' وو.

خو د ودانۍ څښتن خبریالانو ته وویل، په ویجاړه شوې ودانۍ کې یوازې د رسنیو او ځینې کاروباریانو دفترونه وو او دغه راز د اوسېدو لپاره پکې ۶۰ اپارتمانونه هم وو.

اسرایيل پوځیان له څلورو ورځو راهیسې پر غزه د ځمکې او هوا له لارې د بمونو او توپونو بریدونه کوي چې تر اوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴۰ کسان پکې وژل شوي دي.

بل لور ته د سپنې ماڼۍ رسنیو سکرترې جین څاکي په یوه ټویټر پیغام کې وویل:

''موږ له اسراییلیانو سره مخامخ اړیکه کې ویلي چې د خبریالانو او خپلواکو رسنیو خوندیتوب یو بنسټیز مسوولیت دی. ''

په غزه کې د دې ودانۍ اوسېدونکو ته چې د رسنیو دفترونه هم پکې وو، اسراییلي پوځ له ودانۍ د وتلو خبرداری ورکړی و او په برید کې د سر زیان اوښتو رپوټونه نه دي ورکړل شوي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

د کډوالو پر پنډغالي برید

له دې مخکې فلسطیني چارواکو وویل، د کډوالو پر یوه پنډغالي د اسراییل هوايي ځواک په بمبارۍ کې د ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان وژل شوي دي.

د فلسطیني چارواکو په وینا د غزه ساحل ته څېرمه دغه پنډغالي کې د دوو کورنیو اووه کسان وژل شوي دي.

رپوټونو کې ویل شوي، د پنځو میاشتو یو ماشوم چې د ورانې شوې ودانۍ تر خاورو خځولو لاندې موندل شوی، د یوې کورنۍ یوازینی کس دی چې ژوندی پاتې شوی.

د روغتیا ځايي ادارې مشر چې د حماس ډلې غړی دی، دغه برید 'ټولوژنه ' بللې ده.

په غبرګون کې حماس ډلې پر سویلي اسراییلي ښارونو د توغندیو نور ګوزارونه کړي، چې پایله کې یې تل ابیب ته نژدې یو کس وژل شوی دی.

اسراییلي چارواکو ویلي، تېره شپه د دغه هېواد پر اشدود او بیرشیبا ښارونو د توغندیو نژدې ۲۰۰ ګوزارونه شوي چې ځینې یې پر مېشت ځایونو لګېدلي خو د سر زیان یې نه درلود.

امریکایی استازی د کړکیچ کمېدو لپاره سیمې ته رسېدلی

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا استازي هادي عمرو د اسراییل او فلسطین ترمنځ د روان تاوتریخوالي کمېدو لپاره د سیمې سفر پیل کړی دی.

ښاغلی عمرو تل ابیب ته رسیدلی او له اسراییلي چاراکو سره یې لیدنې پیل کړې دي.

هغه به وروسته د فلسطین له مشرانو او د ملګرو ملتونو له چارواکو سره هم وګوري.

هڅې روانې دي چې د اسراییل او فلسطین ترمنځ د روان تاوتریخوالي د درېدو لپاره ژر په اوربند هوکړه وشي.

د ښاغلي عمرو له رسیدو سره داسې هیلې راټوکېدلې چې ښايي د کړکېچ پای ته رسېدو لپاره دیپلوماتیکې هڅې چټکې شي.

د شنبې ورځ فلسطینیان النکبه یا (غمیزه) بولي چې اسراییل دولت په ۱۹۴۸ کال کې پر همدې ورځ رامنځته شو.

د امریکا استازی هادي عمرو داسې مهال سیمې ته رسېدلی چې ټاکلې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د یکشنبې پر ورځ د اسراییل او فلسطین ترمنځ د روان تاوتریخوالي د دریدلو لپاره غونډه وکړي.

د اسراییل او فلسطین له مشرانو تر دې دمه د اوربند په تړاو د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته پام نه دی کړی.

Israeli forces clash with Palestinian demonstrators

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جمعې پر ورځ تاوتریخوالی لودیزې غاړې ته هم وغځېد او له اسراییلي پولیسو سره نښته کې ۱۰ فلسطینیان ووژل شول.

دغه تاوتریخوالي جو بایډن حکومت اړ کړی چې د منځني ختیځ په تړاو بیړني ګامونه واخلي.

د بایډن اداره چې پر نورو مهمو کورنیو او نړیوالو مسایلو بوخته ده، تر دې دمه د منځني ختیځ په تړاو بشپړ دیپلوماتیک ټیم نه لري او ان تر اوسه یې د اسراییل لپاره سفیر هم نه دی نومولی.

هادي عمرو د منځنۍ کچې ديپلومات دی او تر دې وړاندې د امریکا په مخکنیو ادارو کې د ځانګړې استازولۍ په کچه د کار مخینه او تجربه نه لري.

د اسراییل پوځ د پنجشنبې پر ورځ غزې سره پر پوله پوځي موټرونه، تجهیزات او اضافي ځواکونه ځای پر ځای کړل.

خو دغه هېواد وویل غزه کې د ځمکنیو عملیاتو هوډ نه لري.

ملګري ملتونه وايي شاوخوا ۱۰ زره فلسطینیان غزه کې د روان تاوتریخوالي له کبله له خپل کورونو بې ځایه شوي دي.