چینایي چارواکي: د کورونا وېروس مثبتې پېښې په کمېدو دي

کورونا ویروس

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د کورونا ویروس د مثبتو پېښو کمېدو سره هم مهال په هوبي ایالت کې د ناروغۍ د مخنیوي لپاره د موټر پر تګ راتګ بندیز لګول شوی

چینايي چارواکي وايي نن (یکشنبه) درېیمه پرله پسې ورځ ده چې پر کرونا ویروس د نویو اخته شویو کسانو شمېر په کمېدو دی. د نن یکشنبې شمېرو له مخې په ټول چین کې ۲۰۰۹ کسان په کرونا ویروس تازه اخته شوي او ۱۴۲ تنه نور د همدې ویروس له امله مړه شوي دي.

تېره اونۍ په کورونا ویروس د نویو اخته کسانو شمېر وروسته له هغه لوړ شو چې چینايي چارواکو د ناروغانو د شمېر مالومولو طریقه بدله کړه، خو د څو ورځو په تېرېدو دا شمېر بېرته په راکمېدو شو.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د نویو شمېرو له په ډاګه کولو وړاندې ویلي و چې د کرونا ویرس یې کنټرول کړی او "موږ ټولې ممکنه هڅې کړي چې د دې ویروس د خورېدو مخه ونیسو، دا داسې هر اړخیزه هڅې دي چې فکر نه کوم د بل هېڅ کوم هېواد له وسه دې پوره وي."

په ورته وخت کې د چین په هوبي ایالت کې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره د موټرو پر تګ راتګ بندیز ولګول شو. امبولانسونه، د پولیسو موټر ، د خوراکي توکو د لېږد او د ځینو نورو عامه خدمتونو موټر له دې امره مستثنی دي.

پتیېل شوې ده چې د دې ایالت په ټولو سیمو کې په دوامداره توګه طبي ازمایښتونه ترسره شي. دغه راز د هوبي ایالتي حکومت له اجازې پرته هېڅ اداره نه شي کولی چې په فعالیت پيل وکړي.

له چینه بهر په ۳۰ هېوادونو ۵۰۰ تنه په کورونا ویروس اخته شوي، خو له چینه بهر د مړو شمېر یوازې څلور تنه دي چې په فرانسه ، هانګانک، فلپین او جاپان کې یې د کرونا ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بل لور ته د جاپان په ساحل کې په یوه بیړۍ کې د قرنطین شویو کسانو ترمنځ په کورونا وېروس د اخته شویو کسانو شمېر ۳۵۵ تنو ته رسېدلی دی.

امریکایي چارواکو منلې ده چې په دې کسانو کې څلوېښت تنه امریکایي وګړي هم په کورونا وېروس اخته شوي دي.

ډایمنډ پرنسز نومې دا بېړۍ له چین بهر پر کورونا ویروس د اخته کسانو تر ټولو ډېر شمېر ناروغان لري. امریکا او کاناډا ویلي، په دې بېړۍ کې د خپلو اتباعو هېواد ته د ستنولو لپاره الوتکې ور استوي.

کورونا ویروس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اوس معلومه شوې چې په دې بیړۍ کې ۳۵۵ تنه په کورونا ویروس اخته دي

د کورونا ویروس د مخنیوي د یوې هڅې په توګه د چین مرکزي بانک ویلي، غواړي کارول شوي بانک نوټونه بیا ځلي بازار ته له وړاندې کولو مخکې ډاډ ترلاسه کړي چې دا نوټونه له وېروسه پاک دي.

د کورونا ویروس د خپرېدو له کبله لا هم لسګونه ملیونه چینایان په خپل ورځني ژوند کې له ډیرو سختو محدودیتونو سره مخامخ دي.

تر ټولو ډیره سختي په هوبي ولایت، د دې ولایت په مرکز ووهان کې ده، چېرې چې دا وېروس په لومړي ځل را څرګند شو. دا سیمه لا هم د هېواد له نورو برخو جلا کړل شوی دی.