تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د جنسي اړیکو ناندرۍ: ایا ټرمپ دوه ښځو ته پیسې ورکړې وې؟
په امریکا کې یوه قاضي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته امر کړی دی چې په نیویارک کې یوې پلټونکې ډلې ته په تېرو اتو کلونو کې د خپلې مالیې په اړه بشپړ حساب او مالومات ورکړي. قاضي وېکټر مرېرو د ښاغلي ټرمپ د مدافع وکیلانو دا استدلال رد کړ چې ولسمشر له هر ډول پلټنو مصونیت لري.
د ولسمشر مدافع وکیلانو له دې پرېکړې سملاسي وروسته لوړې محکمې نه د استناف غوښتنه کړې.
پخپله ولسمشر ټرمپ هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دیموکراتان هڅه کوي چې په نیو یارک ایالت کې د دیموکراتو څارنوالانو په مرسته ده ته ستونزې جوړې کړي.
له ۱۹۶۰ راهیسې له جېرالډ فورډ وروسته ډونلډ ټرمپ د امریکا یوازینی ولسمشر دی چې د خپلې مالیې په اړه یې مالومات ډاګیزه کړي نه دي.
د قاضي دا امر به د هغې جلا قضیې پلټنه کې مرسته وکړي چې پکې ویل کېږي، ولسمشر ټرمپ د جنسي اړیکو په بدل کې دوه ښځو ته پیسې ورکړې وې.
قاضي مرېرو په خپله ۷۵ پاڼې پرېکړه کي ویلي، ولسمشر ته اجازه نشي ورکولی چې ځان له قضایي بهیره پورته وګڼي.
اصله قضیه څه ده؟
پر ولسمشر ډونلډ ټرمپ تور دی چې د خپل پخواني وکیل مایکل کوهن په لاس یې دوه ښځو ته د جنسي اړیکو په بدل کې پیسې ورکړې دي.
په دې دوه ښځو کې یوه د بربنډو فلمونو ستورې سټورمي ډنیلز او بله یې پخوانۍ ماډله کرېن مېکډګل ده.
دواړه ښځې ادعا کوي چې له ولسمشر ټرمپ سره یې یارانه وه او جنسي اړیکې یې ورسره درلودې، خو ولسمشر ټرمپ دا ادعاوې رد کړې دي.
اوس په نیویار کې یو څارنوال غواړي د ولسمشر ټرمپ بانکي حساب کتاب وګوري، او دا مالومه کړي چې ایا په رښتیا هم نوموړي د خپل وکیل په لاس پاس یادو شویو دوه ښځو ته پیسې ورکړې وې او که نه.
ولسمشر ټرمپ تر دې دمه د نیویارک د څارنوال دا غوښتنه نه ده منلې او پلټنو کې یې مرسته نه ده کړې.
خو که د قاضي وېکټر مرېرو نننۍ پرېکړه پر ځای پاتې شي او د ولسمشر ټرمپ د مالیې په اړه مالومات ډاکیز شي، دا به د نیویارک څارنوال پلټنو سره هم مرسته وکړي.
بله موضوع دا ده چې ویل کېږي ولسمشر ټرمپ دې ښځو ته د خپل ټاکنیز کمپاین پر وخت پیسې ورکړې دي.
د امریکا قانون ټاکنیزو نوماندانو ته اجازه نه ورکوي چې په دې ډول د پردې تر شا مالي معاملې وکړي، په ځانګړې توګه که دا معامله د دې لپاره شوې وي چې د هغه نوماندۍ ته زیان ونه رسېږي.
یاده دې وي چې ولسمشر ټرمپ پخواني وکیل مایکل کوهن وار د مخه اعتراف کړی چې د ۲۰۱۶ کال ټاکنیز کمپاین پر مهال یې د پردې تر شا پټې مالي معاملې کړې وې.
نوموړی دا مهال د ټاکنو قانون ماتولو په تور له درې کلنې سزا سره مخ دی.