"ولسمشر ټرمپ پر کډوالو د ډزو وړاندیز کړی و"

د عکس سرچینه، AFP
په یوه نوي کتاب کې ویل شوي، د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وړاندیز کړی و چې امریکا ته ورتلونکي ناقانونه کډوال باید پر لینګو وویشتل شي، چې تګ یې سوکه شي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دوو خبریالانو په دغه نوي چاپ شوي کتاب کې ویل شوي، ولسمشر ټرمپ دغه سخت وړاندیز د دې لپاره کړی و چې له سویلي پولې د کډوالو د ورتګ مخه ونیول شي.
دغه کتاب خبریالانو میکایل شیار او جولي ډاویس لیکلی، او له ۱۲ ډېرو نامعلومو چارواکو سره یې پکې مرکې کړې او اوس نیویارک ټایمز ادارې خپور کړی دی، چې (د پولو جګړه: پر کډوالو د ټرمپ حمله کې) نوم ورکړل شوی دی.
دوی وايي، ولسمشر پر پوله د یوه داسې دیوال درولو وړاندیز هم درلود، چې په اغزنو مزو کې یې برېښنا ځغلي او ورسره له مارانو یا تمساح ګانو ډک خندق هم کېندلی وي. له مکسیکو سره پر پوله د دېوال درول د ښاغلي ټرمپ د پالیسۍ یوه مهمه نکته ده.
اوس د امریکا او مکسیکو پر ګډه پوله د یو دېوال ودانول پیل شوي دي چې د امریکا دفاع وزارت ورته له پوځي بودیجې درې اعشاریه شپږ میلیارده ډالر هم ځانګړي کړي دي. خو د نیویارک ټایمز د خبریالانو د دې وروستیو ادعاو په تړاو سپینې ماڼې تر اوسه څه نه دي ویلي.

د عکس سرچینه، Reuters
لیکوالان په کتاب کې دا د ۲۰۱۹ کال مارچ میاشتې هغې اوونۍ حال رانغاړي، چې له رپوټونو سره سم ښاغلي ټرمپ غوښتل د سویل له لوري امریکا ته د ورتلونکو ټولو کډوالو مخه ونیسي.
په یوه برخه کې ویل شوي، ولسمشر په شخصي مجلس کې یوه سلاکار ته ویلي وو چې پوځیان باید کډوال پر پښو یا لینګو په ډزو وولي، خو ځواب ورکړل شوی و، چې دا به غیر قانوني کار وي.
له دې مخکې ولسمشر په عام محضر کې ویلي وو، پوځیان به پر هغو کډوالو ډزې وکړي چې د ډبرو ګوزارونه کوي. خو کتاب کې ویل شوي ولسمشر ټرمپ د نورو سختو اقداماتو وړاندیز هم کړی و. د کتاب په یوه بله برخه کې راغلي:
((په شخصي مجلسونو کې ولسمشر ویل چې د پولې له کرښې سره باید له اوبو ډک یو خندق وکېندل شي او ماران یا تمساح ګان دې هم پکې پرېښودل شي او سلاکارانو ته یې د دې کار لګښت معلومولو اشاره کړې وه. دغه راز نوموړي په دغه دیوال کې د برېښنايي مزو ځغلولو او پرې داسې نېزو ټومبلو وړاندیز کړی و چې د انسانانو تر بدن ختلی شي.))

ویل کېږي چې ولسمشر سلاکارانو ته امر کړی و چې د بلې ورځې تر غرمې پورې باید پوله په بشپړه توګه وتړل شي، اودا خبره یې د سلاکارانو لپاره د منډو رامنډو سبب شوه.
خو ادعا کېږي چې وروسته دوی وتوانېدل د ښاغلي ټرمپ پرېکړه بدله کړي. البته ویل کېږي وروسته ولسمشر داسې ګڼ کسان له دندو ګوښه کړل چې ده فکر کاوه د کډوالۍ ضد تګلارې مخه یې نیسي.









