ایتیوپیایۍ الوتکې لوېدلو پېښه کې سپاره ۱۵۷ کسان ټول وژل شوي

د عکس سرچینه، ETHIOPIAN AIRLINES
کینیا ته پر لاره یوه ایتیوپیایۍ بوینګ ۷۳۷ ډوله الوتکه، چې له ادیس ابابا ته الوتلې وه، لوېدلې ده. په الوتکه کې ۱۴۹ مسافر او اته کسان د الوتکې عمله سپاره وو.
د ایتیوپیا لومړي وزیر ابي احمد پر ټویټر لیکلي "له ټولو هغو کورنیو سره غمشریکي ښيي چې په دې پېښه کې یې د کورنیو غړي وژل شوي."
د ایتیوپیا حکومتي تلوېزیون ته د ایتیوپیا هوايي شرکت ویاند ویلي، په الوتکه کې ټول ۱۴۹ مسافر او اته د الوتکه عمله وژل شوي.
سرچینه وايي، په الوتکه کې د ۳۳ هېوادونو وګړي سپاره وو.
یوه ویاند ویلي، الوتکه په ځايي وخت د یکشنبې په ورځ اته بجې او ۴۴ دقیقې د ایتیوپیا پلازمېنې له هوايي ډګره تر پورته کېدا لږ وروسته لوېدلې ده.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
د کینیا ولسمشر اوهورو کینیاتا په یوه ټویټر کې د وژل شویو له کورنیو سره خپله غمشریکي ښودلې ده.
که هڅه هم د ایتیوپیا دغه حکومتي هوايي شرکت په هوايي چلند کې ښه نوم لري، خو په ۲۰۱۰ کال د یاد شرکت یوه الوتکه د مدیترانه سمندر په اوبو کې ولوېده چې بیروت ته روانه وه.
په پېښه کې ۹۰ کسان وژل شوي وو.
اټکل دی چې الوتکه له پورته کېدا نژدې یو ساعت وروسته په بیشوفتو سیمه کې لوېدلې وي.
الوتکه تر الوتلو شپږ دقیقې وروسته له رادار ورکه شوه.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
اندونیزیا کې لوېدلې الوتکه هم بوینګ ۷۳۷ وه
تېر کال په اندونیزیا کې هم بوینګ ۷۳۷ الوتکه ولوېده، چې لږ ترلږه ۱۸۹ مسافر او د الوتکې عمله په کې ووژل شول.
دغه لیون ایر فلایټ جې ټي ۶۱۰ بوینګ ۷۳۷ ماکس الوتکه د تېر کال اکتوبر پر ۲۹مه، د جاوا په اوبو کې له پورته کېدا ۱۲ دقیقې وروسته ولوېده.
د تېر کال اکتوبر میاشتې پر ۲۹مه.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، AFP









