اندونیزیا: د ۱۸۹ مساپرو الوتکه سمندر کې لوېدلې

د عکس سرچینه، AFP
له اندونیزیا څخه رپوټونه وایي، د لاین ایر شرکت اړوند بوینګ ۷۳۷ په نوم یوه مسافر وړونکې الوتکه جاکارتا ته نژدې سمندر کې لوېدلې ده. الوتکه کې ۱۸۹ کسان سپاره وو، او داسې اټکل کېږي چې ټول کسان وژل شوي دي. ژغورونکو د ځینو کسانو کالي او بوټان هم موندلي دي.
دغه الوتکې د اندونیزیا له پلازمینې الوتنه کړې چې څو شیبې وروسته هملته سمندر کې غورځېدلې.
ټاکل شوې وه چې دغه الوتکه پنګکال پینانګ ښار ته الوتنه وکړي.
له هوايي ډګره له الوتنې څو شېبې وروسته له رادار سره د الوتکې اړیکه پرې شوه.
ویل کېږي یاده الوتکه نوې وه.
چارواکو ویلي چې په الوتکه کې دوه پیلوټان او پنځه کارکوونکي هم وو.

د عکس سرچینه، Reuters
د الوتکې د را لوېدو لامل لا نه دی په ګوته شوی.
دغه بوینګ "۷۳۷ ماکس ۸ الوتکه له ۲۰۱۶ کال راهیسې د اندونیزیا په هوايي لیکه کې شامله شوې وه.
چارواکو په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، په الوتکه کې ۱۷۸ لویان، درې ماشومان، دوه پېلوټان او پنځه خدمه وو.
د اندونیزیا هوايي اژانس مشر سوتوپو پوروو نګروهو په یوه ټویټ کې د الوتکې د ځینو برخو عکسونه خپاره کړي چې ګواکې الوتکه په سمندر کې غورځېدلې.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
نوموړي همداراز یوه ویډیو هم خپره کړې چې وايي د جاکارتا په ختیځ کې اخیستل شوې.
د الوتکې پاتې شوني د تېلو چاڼ یو دولتي شرکت ته څېرمه لیدل شوي.
د دې شرکت یو چارواکي ویلي:
"الوتکه په اوبو کې وغورځېده چې شاوخوا ۴۰ متره ډوبه شوه."
د اندونیزیا د پلټنې او ژوغورنې اژانس ویاند یوسف لطیف ویلي چې دوی د الوتکې پاتې شوني لټوي.

د عکس سرچینه، AFP
په ۲۰۱۳ کال هم د "لاین ایر" شرکت ۹۰۴ ډوله الوتکه د بای اوبو کې ولوېده، چې ټول سپاره (۱۰۸) کسان یې وژغورل شول او په ۲۰۰۴ کال بیا، د همدې شرکت یوه بله الوتکه له جاکرتا نه روانه وه، چې تر پورته کېدو وروسته ولوېده او ۲۵ کسان پکې ووژل شول.








