"ترکي ځواکونو د کردانو زیتون لوټلي دي"

د عکس سرچینه، Getty Images
کله چې د تېر کال جنورۍ کې ترکیې د سوریې شمال کې د زیتون څانګه په نوم پوځي عملیات پیل کړل، ډېرو دا یو کمپاین وباله، خو ترکیې هغه مهال ویل چې موخه یې له سیمې د خلکو مدافع قطعو لرې کول دي.
ترکیه له ډېر وخت راهیسې خپله خاوره کې هم له کورد ځواکونو سره لاس او ګرېوان ده.
دا هېواد سوریه کې کورد ځواکونه هم د پي کې کې یا کوردستان کارګر ګوند برخه بولي.
ترکیه کې د پي کې کې فعالیت بند دی.
د زیتون څانګې له عملیاتو یو کال تېرېږي او داسې ښکاري چې ریښتونې مانا یې خپله کړې ده.
هغوی زیتون غلا کړل

د عکس سرچینه، GBULENT KILIC/AFP/Getty Images
د ترکیې کوردان او د عفرین سیمې اوسېدونکي د ترکیې ځواکونه د سیمې د زیتون په لوټولو تورنوي.
ترکیه کې کوردۍ ورځپاڼې (یني اوزګورپولیتیکا( کې یو کالم لیکوال لیکي: "کله چې ترکیې دا سیمې ونیولې، د زیتون زرګونه ونې پرې شوې، له هغه مهال راهیسې ویل کېږي چې د ترکیې ځواکونه زیتون لوټلو ته تللي وو".
دا خبره د زیتون حاصلاتو د ټولولو په وخت پورته شوه.
د تېر کال سپټمبر کې د عفرین ښار د کرونګرۍ شورا یوه چارواکي د پي کې کې اړوند خبري شبکې ته وویل، چې ترک ځواکونو د عفرین خلکو د زیتون ونې ضبط کړې دي او محصولات یې ترکیې ته وړي.
د دې چارواکي په خبره، زیتون او غوړي یې د عفرین د ډېری خلکو د عاید سرچینه ده.
د دې لپاره چې ووینو دغه سیمه کې زیتون څومره حساسه مسله ده، عفرین کې د کوردي ځواکونو یوه ډله د زیتون غوسه نومېږي او له ترک ځواکونو سره نښتې کوي.
ترکیه څه وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ترکیه مني چې له عفرین سیمې یې زیتون ترلاسه کړي دي، خو وايي، موږ پر دې سیمه ولکه کړې او د ځايي چارواکو په ملاتړ یې زیتون محصول ټولوو.
د ترکیې د کرونګرۍ وزیر تېر نومبر کې خپل پارلمان ته وویل، چې نږدې ۶۰۰ ټنه زیتون یې هېواد ته وارد شوي دي:
"موږ نه غواړو چې د زیتون عاید د پي کې کې لاس ته ورشي، موږ غواړو چې د عفرین هر عاید زموږ لاس ته راشي، دا سیمه زموږ واک کې ده".
د ترکیې حکومت پلوه رسنۍ هم د عفرین د زیتون پر مارکېټ د حکومت د کنټرول هرکلی کوي.
خو ترکیه کې د زیتون ځینې تولیدوونکي د حکومت دغه ګام اندېښمن کړي دي.
سوریې سره په پوله کیلیس ولایت کې یوه ځايي ورځپاڼه وايي، د عفرین زیتون تېلو یا غوړیو د ځايي محصولاتو بیه کمه کړې ده.
دا ورځپاڼه د کرونګرو له خولې زیاتوي: "کیلیس کې له کرونګرۍ او زیتون له تولید زموږ لږ عاید هم ختمېږي".
ترکیه کې د زیتون محصولات

د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم د ترکیې حکومت وايي، چې د عفرین زیتون لږ محصول د دغه هېواد د زیتون بیه ډېره نه اغېزمنوي، خو یوه کالم لیکوال دنیا ورځپاڼه کې لیکلي دي: ترکیه خپل کورني بازار او د صادراتو لپاره ډېر زیتون تېل لري.
د هغه په خبره، ترکیه د نړۍ د زیتونو ۱۶ سلنه او د نړۍ د زیتون تېلو ۸ سلنه تولیدوي، ځکه د عفرین محصولاتو ته اړتیا نه لري.








