تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مودي: د ترهګرۍ ملاتړ پاکستان ګوښه کړی
د هند لومړی وزیر نرېندر مودي وايي، دا خیال او فکر ناسم دی چې پاکستان به یوې جګړې سره پرمختګ وکړي.
د نوموړي په خبره، د پاکستان پرمختګ ته وخت پکار دی.
نرېندر مودي په ټوېټ کې زیاتوي چې د "ترهګرۍ"ملاتړ پاکستان ګوښه کړی دی.
هندي چارواکي پر پاکستان تور لګوي چې په خاوره کې یې د دوی ضد وسلوالو ته پټنځي او روزنځي برابر کړي دي.
له څو کلونو راهیسې د پاکستان او هند ترمنځ خبرې هم ختم شوې دي.
نرېندر مودي له اې اېن ای رسنۍ سره مرکه کې هم وايي، چې د هند هر چارواکی او حکومت له پاکستان سره خبرې غواړي.
"موږ د خبرو ملاتړي یو، خو د بم او ټوپک بندېدو سره خبرې کېدلی شي، د پولې را اوښتلو او برید کولو د ختمېدو سره خبرې کېدلی شي".
نوموړی وايي، پر پاکستان یې فشار اچولی او نړۍ هم فشار پر اچولی او دا حقیقت دی چې پاکستان اوس ګوښه شوی دی.
نرېندر مودي دا هم وویل، چې له ټولو ګاونډیانو سره ښه اړیکي غواړي.
د ۲۰۱۶ کال سپټمبر کې د هند په واک کې کشمیر اوړي سیمه کې د هندي ځواکونو پر مرکز له برید وروسته نوي ډېلي د همغه کال سپټمبر کې وویل چې د پاکستان واک کې کشمیر ته یې پوځ اوښتی او د ترهګرو پټنځي یې له منځه وړي دي.
نوموړي له اې اېن ای سره مرکه کې هم وايي، چې د هغو عملیاتو پرېکړه لوی خطر و، خو د سیاسي خطر فکر کې نه و، بلکې د هغو ځواکونو ته فکر من وه چې دې عملیاتو کې یې برخه درلوده.
ما په زغرده وویل، که بری وي یا ناکامي، کمانډو باید له لمر ختلو مخکې را ستانه شي.
د هندي چارواکو دا ادعا پاکستان رد کړ او په کور د ننه د هند اپوزیسون هم د حکومت په دغه ستراتیژۍ او د دې دعوې پر ریښتونولي پوښتنو سره مخ کړه.
خو نرېندر مودي وايي، د پاکستان لپاره یې ردول ضرور و، خو هند کې چې کوم کسان د پاکستان په څېر خبره کوي دا ډېره خواشینوونکې ده.
ما ټوله شپه عملیات څارل او د کمانډو تر سنېدلو اندېښمن و.
کله چې وپوښتل شو دې عملیاتو سره خم د وسلوالو بریدونه ختم نه شول، نو ویې ویل چې په دې هکله رسنیو ته څه نشي ویلی.