هند کې بابری جومات؛ "چې ورانولو یې د حکومت سیاست بدل کړ"

    • Author, شرت پردان
    • دنده, د بي بي سي هندو څانګې مشر خبریال

د بابري جومات د ورانولو ۲۶ کلونه کېږي، خو لا یې هم ډېر څه ژوندي دي.

د ۱۹۹۲ کال د ډیسمبر پر ۶ د دې تاریخي جومات ورانول د هند تاریخ کې داسې ورځ وه چې دغه هېواد یې داسې لور ته وګرځاوه چې تېرو ۲۶ کلونو کې ور سره موږ ډېر شا ته لاړو.

اوس داسې مسلو سره مخ یو چې د هېواد له وېش وروسته ډېرې شاته غورځول شوې وې، سیکولرېزم یوازې قانون نه، بلکې زموږ رګ رګ کې و.

خو د ډيسمبر له ۶ وروسته د فرقه پالنې زهر ور ننوتل.

د ۲۰۱۸ کال د ډیسمبر ۶ پورې داسې ماحول جوړ شوی چې ایودیه مندر پورې د ټول هندو مذهب د تړلو هڅه کېږي.

د هندوتوب مطلب بدل شو

د دې هېواد ځینې چلوونکو د هندوتوب مطلب اوس بدل کړی، د دوی په اند اوس هغه څوک هندو دی چې له خپلې خوښې سره سم د ایودیه بندر جوړول غواړي.

هر ۶ ډیسمبر پخوانی یادونه تازیه کېږي.

زه په هغه ورځ ایودیه کې وم، ټول هغه څه مې په خپلو سترګو لیدل او بیا یې ۸۸ مخونو کې عدالت ته وړاندې کړل.

هغه خلک ښايي تر لېونتوب اوښتي وو.

له خاورو سره د ټول قانون او نظام ګډولو باندې څوک خوشال او څوک خپه وو.

نږدې څلورو ګړیو کې د ۱۶ پېړۍ مضبوط جومات د خلکو په مخ کې ورانول یوه وېروونکې منظره وه.

له دې وروسته د هر ډیسمبر پر ۶ هندو توندلارو ایودیه کې شوریا دیوس یا د اتلولۍ ورځ لمانځله او د بي جي پي یو نه یو نوموتی مشر هم پکې هرو مرو ګډون کاوه.

جوش کم شو

خو ورو ورو د خلکو جوش کم شو، د یو یو کال اوښتو یا ښايي له شپږو اوو کلونو تېرېدو وروسته د بي جي پي مشر لال کرشن اډواني د شوریا دیوس ته ځانګړی مېلمه بلل شوی و.

هغه ورځ هم زه هلته وم، ښايي اډواني ته خپل ژوند کې تر ټولو لوی ټکان همدا و چې دغو مراسمو کې له ۵۰۰ تر ۷۰۰ ډېر کسان نه وو، له عامو خلکو هم پولیس او رسنوال ډېر وو.

اخر دغه ایودیه کې چې اډواني یو وخت تاریخي عوامي مارچ ر ااېستلی وو او دغه غورځنګ یې لوی کړی و اوس هلته د ده د خبرو اورېدلو لپاره هم څوک نه وو.

هغه هم داسې ځای چې یوازې د بنډاري یا لنګر په نوم له څلورو تر پنځو زرو خلک پکې ټولېږي.

هغه ورځ او اوس دا ورځ یا د ایودیه د اتلولۍ ورځ بلکل یوازې یو تکلیف جوړ شوی دی.

د لېونتوب بیا پیدا کولو هڅې

د شپږم ډیسمبر له مخې هند کې فرقه يي تاوتریخوالی وشو، چاودنې وشوې او ځینې سیاستوالو د حکومت بدلولو لپاره وکارولې.

خو هر شی خپل وخت لري تلو تلو سره نسلونه بدلېږي او د شپږم ډیسمبر اغېز کمېږي، خو چپي ګوندونه دا کله مني، دوی بیا د هغه لېونتوب ژوندي کولو قسم کړی.

ښايي اترپردېش کې د وزیر اعلی په توګه د یوګي ادتیانت ټاکلو وجه همدا وي.

اوس بیا د مندر جوړولو لپاره نویو هڅو کې ایودیه کې غونډه جوړه شوه او پکې توندلارو هندو مشرانو وویل، که مندر جوړولو کې له خنډ سره مخ شي، بل شپږم ډیسبمر به وکړي.

خو دوی داسې نشي کولی ځکه د نن تاریخ ۶ ډیسبمر کې د ۱۹۹۲ کال په څېر لېونتوب اسان نه دی.

هیلې کمېدل

که څه هم عام تاثر دا دی چې که په ښکاره نه و، خو په پټه یې حکومت پوره ملاتړ کړی، خو دې غونډې د دوی له ارمانونو یو څه کم کړل.

خو ۲۶ کاله وروسته بیا هم د ډیسمبر ۶ ته لمن وهل کېږي، ځکه ډېر پولیس هم سیمه کې ګومارل شوي او د ایودیه خلک اندېښمن دي.

د مندر ملاتړو دا خبره هېره کړې چې د دوی له امله د بګوان رام عقیدت من د ډيسمبر پر شپږمه د هغه له زیارت بې برخې کېږي.

د شاوخوا ضلعو یا ولسوالیو سرحدونو کې درول کېږي، ځکه د تاوتریخوالي له وېرې عقیدت من د ډیسبمبر په شپږمه ډېر کم وي.