هندوان د بابري جومات پر ځای مندر جوړولو ته راټول شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
په لسګونو زره هندوان چې پکې مذهبي او سیاسي ښي اړخي فعالان راهبان هم ګډون لري هندوانو ته سپېڅلي سیمه ایودهیا کې سره غونډ شوي دي.
دوی هلته د تاریخي بابري جومات پر ځای د مندر جوړول غواړي.
د هند دغه شمالي سیمه له کلونو راهیسې د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ لانجمنه نقطه ده.
په ۱۹۹۲ کال کې هلته شپاړلسمه پېړۍ کې جوړ شوی بابري جومات د پارېدلې هندو ډلې له خوا ونړول شو.
په تېرو څو میاشتو کې داسې غوښتنې بیا راټوکېدلي چې پر دغه ځای دې مندر ورغول شي
ولې خلک په ایودهیا کې راټولېږي؟
نن یکشنبه اټکل کېږي چې ۱۰۰ زرو او ۲۰۰ زرو ترمنځ هندوان ایودهیا سیمه کې راټول شي او پر هغه ځای به د مندر د جوړولو غوښتنه وکړي چې یو مهال د شپاړسمې پېړۍ بابري جومات و.

د عکس سرچینه، AFP
هندوان په دې باور دي چې د اوتر پردېش په ایالت کې دغه ځای د دوی د یوه بګوان رام د زوکړې ځای دی. خو مسلمانان وايي چې دوی دغلته له نسلونو راهیسې لمونځونه کړي.
په ۱۹۹۲ کال کې هغه مهال د هندو او مسلمانو ټولنو ترمنځ تاوتریخوالی راوټوکېد چې یوې قهرېدلې هندو ډلې بابري جومات ړنګ کړ.
تر هغه وروسته په هند کې پارېدلو لاریونونو کې نژدې ۲۰۰۰ کسان ووژل شول.
خو د دواړو مذهبونو له خوا پر دغه ځمکه د څښتن والۍ ترلاسه کولو تر ډېرو هڅو وروسته، اوس د لومړي وزیر نرېندرا مودي د ملتپال بي جې پي ګوند هڅې ګړندۍ کړي چې پر دغه ځي مندر جوړ کړي.
په هغو کسانو کې چې نن به راټولېږي ښی اړخې سخت دریځې ډلې لکه وشوا هندو پرشاد او شېو سینا هم وي.
سیمه ییزې رسنۍ وايي وار له مخه داسې عکسونه په سیمه کې پر دېوالونو لګول شوي چې د هندوانو بګوان رام جګړې ته روان دی. ویل کېږي دې وضعیت سیمه ییز مسلمانان وېرولي او پلان لري وړاندې تر دې چې ډېرې ډلې سیمې ته راماتې شي دوی ځانونه وباسي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بابري جومات د ۱۹۹۲ کال د ډسمبر پر شپږمه وران کړل شو. د بابري جومات له ورانولو کابو ۲۶ کلونه تېرېږي، خو تراوسه په دې پېښه کې چا ته سزا نه ده ور کړل شوې.
د هندوانو یوه ډله په دې باور ده، چې په کوم ځای کې بابری جومات ودان شوی، هلته زرګونه کلونه وړاندې د دوی بګوان رام پیدا شوی و، ځکه په هغه ځای کې خورا ښکلی رام مندر جوړول پکار دي.
د دې ځمکې ملکیت اوس له سترې محکمې سره دی او لوی څارنوال تېر کال ویلي وو، ښکېلې خواوې دې د دې مسلې د هوارولو خپلمنځي هڅې وکړي.








