چین کې د یو میلیون مسلمانانو د نیولو مسؤول څوک دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو چین کې د حکومت له خوا د "ترهګرۍ" په تور د کابو یو میلیون مسلمانانو پر نیولو اندېښنه ښودلې، ځینې رپوټونو ددې کار د اصلي کس په اړه رپوټونه خپاره کړي.
د "بلومبرګ" وېبپاڼې یوه رپوټ کې ویل شوي، د مسلمانانو د نیولو اصلي مسؤول د چین کمونیستي ګوند کې جګپوړی چارواکی چېن چوانګو دی.
چېن چوانګو څوک دی؟
چوانګو په ۱۹۵۶ کال هنان ولایت کې زیږېدلی، په کلتوري پاڅون کې لوی شوی چې ماو څي تونګ پیل کړی و او په ۱۸ کلنۍ کې له پوځ سره یوځای او په کمونیستي ګوند کې غړی او پوهنتون کې داخل شو.
له پوهنتونه تر فارغېدو وروسته په هنان کې یې کلیوالي ښاروالۍ سره کار پیل او ډېر ژر د کمونیست ګوند سیاسي دفتر کې د غړیتوب په پیلولو مخ پورته ولاړ.
په ۲۰۱۱ کال یې په ژوند کې هغه مهال ډېر بدلون راغی، چې په تبت کې د ګوند جګپوړی چارواکی وټاکل شو، هغه وخت دا ولایت د ترینګلتیا له کبله نارامه و.

د عکس سرچینه، Getty Images
چېن هلته یو لړ نوې تګلارې پلې کول پیل کړل، د ګوند ځینو کدرونو ته یې په کلیو کې د اوسېدو امر وکړ او نور یې په معبدونو کې وګومارل.
ده وویل، تبت کې بودایان باید له کمونیستي کلتور سره ذوب شي، د معبدونو پر سر یې د چین د بیرغ او د کمونیستي ګوند د مشرانو د انځورونو نصبولو امر هم وکړ.
په ۲۰۱۵ کال یې په نژدې ۱۰۰ زره کمونیستي کدرونه په کلیو کې مېشت کړل او ۱۷۰۰ نور په معبدونو کې.
شینجیانګ
د چین ولسمشر شي جین پینګ په لوېدیځ شینجیانګ ولایت کې له ستونزو سره مخامخ و، هلته شاوخوا ۱۰ میلیون اویغور مسلمانان اوسېږي.
د ۲۰۱۶ کال اګسټ میاشت کې، بیجینګ چوانګو ته د دغه ولایت د اداره کولو چارې وسپارلې.
هلته یې هم د تبت په څېر سیاست پلی کړ، اویغوري کلیو ته یې کمونیستي کدرونه واستول، د تلاشۍ پوستې یې بیخي ډېرې کړې او جوماتونه یې وتړل.
خو تر ټولو ډېر لانجمن کار یې دا و چې په ډله ییز ډول یې د اویغور مسلمانانو د نیولو چارې پیل کړې چې امریکا او اروپا پرې کلکې نیوکې وکړې.
د چین دلیل دا و چې ګني دوی سخت دریځي مسلمانان او بېلتونپال دي او په سیمه کې همدوی اړدوړ جوړوي.
چین وايي، اویغوریانو ته بشپړ حقونه ورکړل شوي، خو په یوه کمیابه اعتراف کې چین ویلي، "دوی مذهبي سخت دریځۍ غولولي.. باید مرسته ورسره وشي چې بېرته عادي ژوند ته ستانه او کمونیستان شي."
د بشري حقونو اړوندو بنسټونو (د بښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو د څار سازمان) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان ته داسې موثق رپوټونه وړاندې کړي چې ګني په کمپونو کې بندیان په ډله ییز ډول د چین ولسمشر شي جین پینګ ته د لوړې ورکولو ته اړایستل کېږي.

د عکس سرچینه، AFP
د اویغور نړیوال کنفرانس په خپل یوه راپور کې ویلي، هلته بندیان د نامالوم وخت لپاره ساتل کېږي، خو هېڅ تور نه پرې ثابتېږي او د کمونیست ګوند د شعار زمزمه کولو ته اړایستل کېږي.
په رپوټ کې راغلي، بندیان له ناوړه خوړو سر ټکوي، او ځینې بندیان په کمپونو کې په بې رحمانه ډول ربړول کېږي.
د رپوټ پربنسټ، ډېری بندیان په هېڅ جرم نه دي تورن شوي خو هېڅ قانوني وکیل هم نه شي نیولی.
سینکیانګ له څو کلونو راهیسې نارامه سیمه ګڼل کېږي.
د سینکیانګ اویغوریان
- اویغوریان د ترک مسلمانانو له ټبره دي
- دوی د سینکیانګ د وګړو ۴۵ سلنه جوړوي؛ ۴۰ سلنه یې د چین هان قوم دی
- چین په ۱۹۴۹ کال د ختیځ ترکستان دولت له لنډمهالې واکمنۍ او شخړې وروسته پر سیمې واک ټینګ کړ
- له هماغه وخت راهیسې، دغې سیمې ته د کډوالۍ څپې ورماتې شوې
- اویغوریان د خپل دودیز کلتور له منځه وړلو وېره لري








