تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"چین په افغانستان کې د امریکا حضور نه غواړي"
ډیپلوماټ مجلې په افغانستان کې د چین او امریکا ترمنځ د ګډ کار په اړه یوه تحلیلي مطلب کې لیکي، دواړه هېوادونه په افغانستان کې ګډ کار ته اړتیا لري، خو چین په افغانستان کې د امریکا حضور نه غواړي.
لیکوال دوه فرضیې وړاندې کوي؛ یوه دا چې چین ته پکار دي له امریکا سره د ډیپلوماتیکو لارو چارو په کارولو له افغانستانه د خپلو ځواکونو په وېستلو کې مرسته وکړي.
دوهمه فرضیه د طالبانو او چین ترمنځ ممکنه اړیکي دي.
لیکوال وايي په ۲۰۱۶ کال کې چین ته د طالبانو د یوه پلاوي د ورتګ رپوټ ورکړل شوی، نو د دې اړیکو په رڼا کې طالبان چین د یوه منځګړي په توګه ښايي ومني.
دې نیوز ورځپاڼه
پاکستانۍ ورځپاڼې دې نیوز په پېښور کې د افغان کونسلر معین مرستیال هغه خبره را اخیستې چې وايي هڅه کوي چې د خیبر پښتونخوا ایالت په بیلابیلو پوهنتونونو کې افغان نجونو ته پنځه زره سکالرشیپونه تر لاسه کړي.
ده ویلي افغان دولت د نجونو زدکړو ته که په افغانستان یا پاکستان کې ژوند کوي ژمن دی.
اوس د خیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې د افغان کډوالو لپاره ۷۰ ښوونځي فعالیت کوي خو ښاغلی مرستیال وايي دا شمیر ښوونځي د کډوالو لپاره بسنه نه کوي.
هندو ورځپاڼه
هندو ورځپاڼې لیکلي د شانګهای سازمان د غړیتوب په تر لاسه کولو سره هند غواړي له روسیې سره د افغانستان په اړه همکاري پراخه کړي.
د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې په هند کې د روسیې نوي سفیر نیکولای کوداشیف ویلي دا غړیتوب د افغانستان په اړه د همکارۍ په برخه کې هند او روسیې ته لا ډیر فرصت ورکوي.
د هند له خوا افغان ځواکونو ته د کارول شویو روسي جنګي الوتکو د پير په اړه هغه وویل له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان هوايي ځواک پیاوړي کولو اړین دي.
د روسیې سفیر ویلي سیاسي روغه جوړه باید له هغو ډلو سره وشي چې غواړي له جګړې لاس واخلي او د افغانستان اساسي قانون او اقلیتونو ته درناوی وکړي.
اکسپریس ټربیون
اکسپریس ټربیون ورځپاڼه لیکي په پام کې ده چې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو لومړنۍ غونډه د راتلونکې سه شنبې په ورځ په بیجنګ کې جوړه شي.
دوی به د افغانستان د وروستیو بدلونونو او امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د دوه اړخیزه باور، سولې ، امنیتي همکارۍ او له ترهګرۍ سره د جګړې په ګډون د بیلابیلو موضوع ګانو په اړه په تفصیل خبرې وکړي.
چین هیله لري چې په دغې درې اړخیزه غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکي د درې واړو هېوادونو ترمنځ اړیکو او د سیمې د ټیکاو په برخه کې مرسته وکړي.