تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مشرف: د پاکستان پوځ افغان جګړه کې پیسې ونه ګټلې
د پاکستان پخواني ولسمشر جنرال پروېز مشرف وايي، د دغه هېواد پوځ په افغان جګړه کې پیسې نه ګټي. د پاکستان د ازادۍ د ۷۰ کلیزې لپاره بي بي سي اردو د دغه هېواد له سیاستوالو سره د مرکو لړۍ (وېژن پاکستان) لپاره دوبۍ کې له پروېز مشرف سره ځانګړې مرکه کې دا خبرې کړې:
"د پاکستان پوځ په افغان جګړه کې پیسې ونه ګټلې، خو داسې خلک شته چې وسلې اخلي، افغانستان کې پیسې وېشي په دې کې ځینې کسان ښکېل دي، چې پیسې هم جوړوي، خو پوځ د ادارې په توګه پیسې ترلاسه نه کړې".
خو پرویز مشرف د ۲۰۱۵ کال په فرورۍ کې د لومړي ځل لپاره ومنله، چې د هېواد څارګره اداره 'ای اېس ای' یې له ۲۰۰۲ کال راهیسې د مخکیني افغان ولسمشر حامد کرزي د ادارې د کمزورې کولو لپاره د طالبانو روزنې ته بیا لاس اچولی دی.
ښاغلي مشرف چې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۸ کال پورې د پاکستان پوځي مشر ولسمشر پاتې شوی، له بریتانیایۍ 'ګارډین' ورځپانې سره په مرکه کې ویلي وو، پاکستان له دې کبله د طالبانو د روزنې لپاره ملا وتړله، چې د حامد کرزي په مشرۍ حکومت د ده په وینا د پاکستان د ستر سیال هند ملاتړی حکومت کمزوری کړي:
''رښتیا هم موږ د داسې ډلو په لټه کې وو چې وکړای شي د پاکستان پر وړاندې د دا ډول ګام اخیستو مخه ونیسي. همدا وو چې د څارګرو دنده مطرح شوه. د پاکستان استخباراتو له طالبانو سره اړیکي ونیول''.
د افغان جګړې ملاتړ
پروېز مشرف له بي بي سي سره په وروستۍ مرکه کې دا مني چې د پاکستان د پوځ پخواني مشر ضیاء الحق ځینې تېروتنې درلودې، خو د افغان مجاهدینو ملاتړ یې پرځای کار بولي:
"زه هم منم چې هغه هېواد د مذهبي توندلارۍ په لور ټېل واهه، هغه داسې لار غوره کړه چې اوس یې هم پر هېواد اغېز شته، خو د (مجاهدینو) او امریکا سره د شوروي اتحاد خلاف مرسته یې بلکل ټیک وه".
جنرال مشرف د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف تورن کړ چې د هند خلاف پالیسي یې ناسمه وه:
"هند بلوچستان کې ښکېل دی او څوک چې پاکستان نه غواړي د هېواد د پرمختګ خلاف وي هغه باید ووژل شي".
نواز شریف تېره اونۍ د اداري فساد په تور د سترې محکمې په حکم له دندې ګوښه شو، خو پر ۱۹۹۹ کال د پروېز مشرف له خوا کودتا کې له واک ګوښه شوی و.
د پاکستان پخواني ولسمشر جنرال پروېز مشرف وايي، هرکله چې په دغه هېواد کې مارشلا (کودتا) شوې د وخت غوښتنه وه.
د هغه په خبره، پاکستان کې پوځ هېواد پر لار سم کړي، خو ولسي چارواکي راشي بیا یې له لارې وباسي.
د پاکستان د ازادۍ د ۷۰ کلیزې لپاره بي بي سي اردو د دغه هېواد له سیاستوالو سره د مرکو لړۍ (وېژن پاکستان) کې له مشرف سره غږېدلې چې وايي:
"که ولسواکي یا زورواکي (دیکتاتوري)، کمونېزم وي یا سوشیلېزم یا پاچاهي (ټولواکي)... ولس یا هېواد ته یې ډېر توپیر نه شته ولس او هېواد پرمختګ او نېکمرغي غواړي، ولس کار، خوشالي او امن غواړي".
د هغه په خبره، د اسیا ټول هېوادونه که وکتل شي، هر چېرته چې پرمختګ شوی لامل یې دیکتاتوران
"دیکتاتورانو پاکستان هم سم کړ، خو کله چې دوی لاړل نو ولسي چارواکو یي بېړه ډوبه کړه".
له ولسواکۍ دیکتاتوري غوره؟
د هغه په خبره، که د ولسي او پوځي حکومتونو تاریخ ته وکتل شي، پوځي دیکتاتورانو تل هېواد ته پرمختګ راوستلی دی.
د یوې پوښتنې په ځواب کې پخواني ولسمشر وویل، که ټاکنې وشي، ازادي وي، خو نېکمرغي نه وي، نو ګټه یې څه شوه؟
د هغه په خبره، د پاکستان ماتولو کې د پوځ نه، بلکې د بوټو نیمګړتیا وه:
"څه تورونه پر یحیی خان هم لګېږي، خو د ایوب خان په لس کلن حکومت کې هېواد د پرمختګ ریکارډ جوړ کړ".
د یوې پوښتنې په ځواب کې پخواني جنرال وویل، چې حکومت پرځول د ولس واک دی، خو پاکستان کې حالات بل ډول دي:
"ولس خپله پوځ ته ورځي او ورته وايي، موږ وژغورئ، خلک ماته هم راغلل، راته ویې ویل موږ وژغوره، ما هم د خلکو په غوښتنه هرڅه وکړل".
د هغه په خبره، اساسي قانون سپېڅلی دی، خو قوم له هغه ډېر سپېڅلی دی:
"موږ د اساسي قانون خوندي کولو لپاره ولس نه شو ختمولی، خو د ولس ژغورلو لپاره اساسي قانون لږ له پامه غورځولی شو".
کله چې مشرف وپوښتل شو له هېواد وتلو کې چا ورسره مرسته وکړه، نو ځواب یې و چې د پوځ مشر پاتې شوی او باوري دی چې پوځ یې تل نېکمرغي غواړي.