تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د موصل جګړه: د داعش جنګیالیو اووه عراقي پوځیان وژلي
د عراق کردي سرچینې وايي، له "اسلامي دولت" ډلې نه د موصل ښار نیولو په عملیاتو کې اووه عراقي پوځيان وژل شوي دي.
سرچینه وايي، په وژل شویو کې یو تورن هم دی.
له "اسلامي دولت" ډلې نه د موصل ښار بېرته نیولو عملیات دوام لري.
د عراق پوځ د پنجشنبې په ورځ موصل کې د ناوړه هوا له کبله عملیات ودرول، همدا وو چې د پرمختګ مخه یې هم ونیوله شوه.
عراقي ځواکونو د جمعې په ورځ د موصل شمال ټینګ کړ، خو "اسلامي دولت" نومې ډلې د ښار د ټینګولو لپاره ځانمرګي بریدونه کړي.
موصل د "اسلامي دولت" ډلې تر ټولو مهم او ټینګ مرکز ګڼل کېږي.
د رویټرز یوه خبریال ویلي، د جګړې له سیمو یې د ولسي وګړو د تېښتې څپې لیدلې دي، وايي چې خلکو سپین بیرغونه ورسره لېږدول او د تېښتې په حال کې وو.
کله چې د تېرې اکتوبر میاشتې پر ۱۷مه د موصل د نیولو عملیات پیل شول، د "اسلامي دولت" ډلې وسله وال په منظم ډول د موصل له شاوخوا سیمو شا ته شوي دي.
په دې عملیاتو کې د امریکا د هوايي بریدونو ملاتړ هم دی.
د عراقي ځواکونو د ترهګرۍ ضد ځواکونو یوه قومندان عبدالوهاب الساعدي ویلي: "ولسي وګړو ته د زیان اوښتو د مخنیوي پخاطر پرمختګ ورو روان دی"، چې په وینا یې د امریکا متحده ایالتونه په جګړه کې د ښېکلو عراقي ځواکونو پر روزنې بوخت دي.
دا د موصل عملیاتو دویمه میاشت ده، چې عراقي ځواکونه یې په لړ کې د موصل په شاوخوا ۵۰ شمالي کلیو کې جنګېږي.
"اسلامي دولت" له ولسي وګړو نه په جګړه او هوايي بریدونو کې د ډال په توګه ګټه اخیستې ده، دوی همداراز د ښار په تونلونه کې تګ - راتګ کوي.
دغه ډله په روانه جګړه کې له ځانمرګو بریدونو، نښه ویشتونکو، هاوان او نورو وسلو ګټه اخلي او هڅه یې دا ده چې د عراقي ځواکونو پرمختګ ودروي.
موصل ولې مهم دی؟
- وصل د عراق نینوه ولایت مرکز او په تېلو تر ټولو ډېر بډایه دویم لوی ښار دی. دا ښار د ''اسلامي دولت'' لپاره سمبولیک ارزښت او اهمیت لري.
- دا ښار تر ډېره د سُني عراقیانو مېشت ځای دی، خو کردان، اشوریان او ترکمن هم پکې مېشت دي.
- کله چې ''اسلامي دولت'' ښار ونیو، له ښاره ګڼ لږکي وتلو ته اړ شول، خو ډېری سني عربانو پیل کې د ''اسلامي دولت'' د ورتګ هرکلی وکړ؛ ځکه چې دوی د شیعه ګانو په مشرۍ له مخکیني حکومته ډېر ځورېدلي وو.
- خو پر ښار د ''اسلامي دولت'' د واکمنۍ دوه کاله لا نه وو تېر شوي، چې موصل کې د دغې ډلې پرضد غږونه پورته شول.