عراقي ځواکونو 'د نمرود لرغونی ښار له داعش نه بېرته نیولی'

د عراق پوځ ویلي؛ دوه کاله وروسته یې د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې نه د نمرود تاریخي ښار بېرته نیولی دی.

د عراق پوځ په خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي؛ "د نهم واحد ځواکونو د نمرود ښار په بشپړه توګه آزاد کړ او د عراق بیرغ یې پر ودانیو ځوړند کړی دی. داعش په دغه سیمه کې ډېر مالي او ځاني زیان لیدلی دی."

د نمرود تاریخي ښار چې د آشوري تمدن غمی بلل کېږي له میلاد ۱۳ پېړۍ وړاندې د دجلې سیند په خوا کې د موصل ښار سوېل ختیځ په ۳۰ کیلومترۍ کې جوړ شو.

داعش ددغه ښار تر نیولو وروسته ددغه ښار ځینې سیمې ړنګې کړې.

ددغې ډلې غړو ویل چې په دغه سیمه کې شته مجسمې او بتان "درواغجن سمبولونه" و چې باید ړنګ شوي وای.

ملګرو ملتونو ددغه کار د غندلو ترڅنګ هغه جنګي جنایت بللی و.

د نینوا ولایت چې د موصل، نمرود او د عراق ځینې نور تاریخي ځایونه پکې دي د ۲۰۱۴ کال په اوړي کې د داعش اورپکو لاسته ولوېد.

د موصل بېرته نیولو عملیاتو کې چې یو میاشت مخکې پیل شوي نژدې ۵۰ زره دولتي سرتېري، پولیس، کردي پېشمرګه جنګیالي، سني وسله وال او شیعه ملېشې پکې برخه لري.