ډونلډ ټرمپ: بارک اوباما سره لیدنه راته ویاړ و

د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له بارک اوباما او به کانګرس کې له جمهوریپال مشرانو سره خبرې کړې دي.

ښاغلی ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (نومبر ۱۰مه) سپینې ماڼۍ ته لاړ او نژدې یو نیم ساعت یې د امریکا له ولسمشر سره خصوصي لیده کاته وکړل.

ډونلډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین په شعارونو کې د اوباما دولت د امریکا لپاره ناورین باله. بارک اوباما هم ټرمپ د امریکا په تاریخ کې د یوه ګوند ترټولو نامناسب نوماند یادوه.

د ښاغلي ټرمپ تر ناببر بریالیتوب وروسته ددوی لومړنۍ کتنه دوستانه او محترمانه ارزول شوی. بارک اوباما او ډونلډ ټرمپ د خبرو په پای کې د ولسمشرۍ په دفتر کې له خبریالانو سره خبرې وکړې.

ښاغلي ټرمپ وویل؛ له ډیموکرات ولسمشر سره کتنه ورته ویاړ دی. منتخب ولسمشر زیاته کړه؛ له بارک اوباما سره یې پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.

بارک اوباما هم وویل؛ "زموږ چې څه له وسې پوره وي ترسره کوو یې ترڅو له تاسو سره مرسته وکړو، ځکه که تاسو بریالي شئ هېواد به بریالی شي."

ډونلډ ټرمپ د واک ارام لېږد پر څرنګوالي د خبرو لپاره واشنګټن ته سفر کړی. د هغه مېرمن ملانیا ټرمپ هم په دې سفر کې ورسره وه او د امریکا لومړۍ مېرمنې میشل اوباما سره یې وکتلې.

د امریکا منتخب ولسمشر وروسته کانګرس ته لاړ او د استازو مجلس او سنا مجلس له جمهوریپالو رییسانو پال رایان او سناتور میچ مک کېنل سره یې وکتل.

په دغه کتنه کې له ټرمپ سره د هغه مرستیال مایک پنس هم و.

پال رایان د سږکال په ټاکنیز کمپاین کې د ښځو په تړاو د ټرمپ پر سپکو خبرو نیوکه وکړه او د هغه ټاکنیزو غونډو ته له ورتګه یې ډډه کوله، خو د پنجشنبې ورځې کتنه یې دوستان بلل شوې ده.

ورته وخت کې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ بریالیتوب ته په غبرګون کې په څو ایالتونو کې اعتراضي ناستې شوې دی.

نژدې ۱۰۰۰ زده کوونکو د پنجشنبې په ورځ د کالیفورنیا په مرکز سانفرانسیسکو کې له دې شعار سره چې "زما ولسمشر نه دی" لاریون وکړ.

د بېلابېلو هېوادونو مشرانو هم د ښاغلي ټرمپ د بریالیتوب په تړاو غبرګون ښوولی.

د پولېنډ ښې اړخي لومړي وزیر ویکتور اوربان چې ګوند یې اروپا کې د کډوالو پر منلو په کلکه نیوکه کوي، د ټرمپ د بریالیتوب هرکلی کړی.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ډونلډ ټرمپ ته د مبارکۍ پیغام کې ویلي، د هغه بریالیتوب د بلاتکلیفۍ یوه دوره رامنځته کړې ده.

خو د استرالیا لومړي وزیر مالکوم ټرېنبل په مثبتې لهجې د ټرمپ د بریالیتوب هرکلی کړی دی.