تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سعودي یو شهزاده د قتل په جرم اعدام شو
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي ''د سعودي یو شهزاده د خپل ملګري د وژلو په جرم اعدام شو. یاد شهزاده خپل ملګری درې کاله وړاندې تر لفظي شخړې وروسته وژلی و.''
سعود بن ترکي بن سعود الکبیر پلازمېنه ریاض کې اعدام شو، خو د نوموړي د اعدام د څرنګوالي په اړه نور جزییات نه دي ورکړلی شوي.
سعودي کې تر ډېره د اعدام سزه په توره د سر په غوڅولو ترسره کېږي.
د شهزاده ترکي په اعدامېدو سره، د رسمي شمېرو له مخې، سږکال په سعودي عربستان کې د اعدام شویو کسانو شمېر ۱۳۴ ته ورسېد.
د وژل شوي سړي کورنۍ د اعدام پرځای د ''دیت'' له اخیستو ډډه کړې ده.
له څو میاشتو راهیسې د بښنې نړیوال سازمان په سعودي کې د اعدامونو د ډېرېدو خبرداری ورکړی او له سعودي چارواکو یې غوښتي چې د ''یوځل او وروستي ځل لپاره د اعدام سزا لغوه'' کړي.
د دغه سازمان په وینا، له تېرو دوو لسیزو راهیسې له ۲۰۱۵ کال راپدېخوا سعودي کې د اعدامونو شمېر ډېر لوړی شوی دی.
سعودي عربستان د اسلامي شرعي قانون پربنسټ، په تښتونو او قتل تورن کسان او له اسلامه اوښتونکي کسان اعداموي.
په دې هېواد کې د اسلام ته په سپکاوي، د نشه يي توکو په قاچاق او سحر تورن کسان هم اعدامېږي.
دا دویم ځل دی چې په سعودي کې په علني توګه د سعودي د شهزاده د اعدام خبر خپرېږي. تر دې وړاندې د شهزاده فیصل بن مساعد آل سعود د اعدام خبر هم خپور شوی و. شهزاده فیصل په ۱۹۷۵ کال خپل تره ملک فیصل وژلی و.