د کوټې ښار چاڼیزو عملیاتو کې ۲ وژل شوي او ۳۵ کسان نیول شوي

د عکس سرچینه،
د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې چارواکي وايي د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې دوه مشکوک سخت دریځي وژل شوي او د ښار له بېلو سیمو نژدې ۳۵ کسان نیول شوي دي.
د چارواکو په وینا نیول شوي کسان د بېلو سخت دریځو ډلو اړوند دي.
دغه چاڼیز عملیات په یاد ښار کې له پروني ځانمرګي برید وروسته پیل شوي، چې پکې د فرنټیر کور نومي امنیتي ځواک دریو کسانو په شمول ۱۰ کسان ووژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول.
د هغه برید ټپیانو کې د فرنټیر کور ۱۵ کسان هم شامل وو.
د حکومتي چارواکو په وینا چاڼیز عملیات په سریاب او شاوخوا سیمو کې تر سره شوي.
دم ګړۍ خپلواکو سرچینو متقابلو ډزو کې د دوو کسانو وژنه نه ده تایید کړې.
حکومتي چارواکي وايي نیول شویو کسانو سره یې یوه اندازه وسله هم نیولې او وايي د دوی څېړنه روانه ده.
د سږ کال له پیله تر اوسه کوټه ښار کې پر امنیتي ځواکونو د دوو ځانمرګي بریدونو په ګډون شپږ بریدونه شوي، چې پکې له ۲۵ ډېر کسان وژل شوي دي.








