بلوچستان کې "پنځه اورپکي وژل شوي او ۱۷ نور نيول شوي"

د عکس سرچینه، BBC World Service
د پاکستان پوځ وايي بلوچستان کې يې د بېلابېلو پوځې عملياتو په ترڅ کې پنځه اورپکي وژلي او ۱۷ نور نيولي دي. په دې عملياتو کې يو سرتېری هم وژل شوی دی.
کوټه کې د شنبې پر ورځ د پوځ له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پوځيانو د کېچ په سيمه کې د ترهګرو پر وړاندې عمليات ترسره کړي دي.
د دې عملياتو په ترڅ کې د يوه سخت دريځي ګوند دوه مهم قوماندانان وژل شوي، څلور ټپيان او دری نور ژوندي نيول شوي دي.
همدارنګه د بارکهان په سيمه کې د اورپکو پر وړاندې عملياتو کې يو کس وژل شوی او ګڼ نور ټپيان شوي دي.
د پلټنې په نورو عملياتو کې د سبي په سيمه کې پنځه اورپکي نيول شوي او دوه نور وژل شوي دي.
تېر کال پېښور کې پر ښوونځي بريد وروسته د پاکستان پوځ بلوچستان او شاوخوا سيمو کې پوځي عمليات تېز کړي چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر اورپکي نيول شوي او وژل شوي دي.
بل خوا د خضدار له سيمې د دوو کسانو مړي موندل شوي، ويل کېږي دغه دوه مړي دری مياشتې زاړه دي.
سرچينې وايي دغه کسان تېره اپرېل مياشت لا درکه شوي او ځايي اوسېدونکي وو.








