پېښور محکمه: علي وزیر او محسن دوړ دې په ضمانت خوشي شي

پېښور عالي محکمې امر کړی، چې د امنیتي ځواکونو او مظاهره کوونکو تر منځ د تاو تریخوالي قضیه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) دوه نیول شوي مشران علي وزیر او محسن دوړ چې دواړه د پاکستان ملي اسمبلي غړي هم دي، د ضمانت بدل کې خوشي شي.

دغه امر د پېښور عالي محکمې قاضي ناصر محدود کړی دی. د ښاغلیو دوړ او وزیر مدافع وکیل طارق افغان بي بي سي ته وویل، د ملي اسمبلي دواړه غړي د مې میاشتې پر ۲۵ مه نېټه وزیرستان په خړ کمر سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې د مظاهره کوونکو برید قضیه کې نیول شوي وو.

ښاغلی افغان وايي، دواړه موکلین به یې یوه یا دوې ورځې وروسته د خیبر پښتونخوا د هریپور سیمې له زندانه ازاد شي. په تېره مې میاشت کې د وزیرستان خړ کمر سیمه کې د پاکستاني پوځیانو په عملیاتو کې د سیمې ځینې ځايي خلک وژل شوي وو.

د هغې پېښې پر ضد یوه لاریون کې محسن دوړ او علي وزیر هم شامل شول، خو کله چې لاریون د خړ کمر امنیتي پوستې ورسېد نو د پاکستاني سرتېرو او مظاهر کوونکو تر منځ اخ و ډب رامنځته شو، چې مرګژوبله هم پکې رامنځته شوه.

د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر هغه مهال ادعا کړې وه چې د محسن دوړ او علي وزیر په مشرۍ مظاهره کوونکو پر امنیتي پوستې ځکه برید وکړ، چې غوښتل یې ترهګرو ته اسانتیاوې چمتو کوونکي نیول شوي کسان له هغه ځایه خوشي کړي. خو د پښتون ژغورنې غورځنګ دا تورونه په کلکه رد کړي دي.

پاکستان پوځیانو لومړي سر کې ویل، پېښه کې درې کسان وژل شوي او ۱۵ ټپیان دي، خو وروسته د وژل شویو کسانو شمېر ډېر شو. پاکستان پوځ دا هم ویل، چې پر پوستې د مخامخ ډزو له کبله پنځه سرتېري ټپیان شوي وو، خو پي ټي ایم مسوولینو پر پوځيانو تور پورې کړی و، چې پر سوله ییزو مظاهره کوونکو یې ډزې کړې.

څه موده وروسته د خړ کمر پېښې په اړه په یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کېدل چې د غورځنګ پلویان د په سولیزه توګه د پوستې په اوښتو د خوشحالۍ نارې وهي.

په وېډيو کې وروسته له هغه د ډزو غږونه اورېدل کېږي چې احتجاجيان په سوليزه توګه له پوستې اوړې. خو دا نه ده څرګنده چې دا ډزې څوک کوي.

د غورځنګ یو مشر او د پاکستان ملي اسمبلۍ کې د سویلي وزیرستان د خلکو استازی علي وزیر د خړ کمر پېښې پر ورځ د پاکستان امنیتي کسانو نیولی و.

ورپسې د یادې پېښې پر ضد په میرانشاه کې له تر دریو ورځو پورې د غورځنګ د پلویانو پرلت کړی و چې د ملي اسمبلۍ بل غړي او د غورځنګ یو مشر محسن دوړ هم پکې ګډون درلود.

ښاغلي دوړ په پرلت کې راټولو کسانو ته ویلي و، پاکستان چارواکي غواړي چې د مړیو او ټپیانو کورنیو ته تاروان ورکړي، خو د ده په خبره د پښتنو مړي دومره سپک نه دي چې څوک یې په پیسو واخلي.

له دې پرلته یوه ورځ وروسته د پاکستان ملي اسمبلۍ غړي محسن دوړ وویل، د قامي مشرانو په منځګړتوب یې په خپله خوښه ځان پاکستاني چارواکو ته سپارلی دی، خو تر دې وړاندې د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي وو چې ښاغلی دوړ یې له شمالي وزیرستانه نیولی دی