د کابل - اسلام اباد سوداګري؛ پښتونخوا ډېر زیان لیدلی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, فرهاد محمدي
- دنده, بي بي سي/اسلام آباد
پاکستاني چارواکي وايي، په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره د دغه هېواد سوداګري تر نیمايي ډېره کمه شوې چې له امله یې د خیبرپښتونخوا ایالت ته ډېر اقتصادي زیان رسېدلی دی.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي، په تېرو دوو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري له ۲،۷ میلیارد ډالرو څخه ۱،۲ میلیارد ډالرو ته لوېدلې ده.
د سرچینې په خبره، پاکستاني محصولات لکه اوړه، غوښه، اغوستوکي (ملبوسات) او نور ورځ تربلې خپل ځای هندي او چینايي هغو ته پرېږدي.
پښتونخوا ډېر زیان لیدلی
د پاکستان سوداګرۍ خونې ویلي، له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو له خرابېدو له امله تر بل هر ځای ډېر اقتصادي زیان پښتونخوا لیدلی دی.
د سرچینې په خبره، په دغه ایالت کې د اوړو د ۲۰۰ کارخونو له ډلې څه باندې ۱۰۰ ډوپه (دیوالي) شوي چې لامل یې افغانستان ته نه صادرات دي.
پاکستان دغه بدلون ته د خپل تاریخي سیال هند د برلاسې پالیسۍ د پایلې په سترګه ګوري.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشر زبیر موتي والا ځايي رسنیو ته ویلي، نوی ډیلی توانیدلی د افغانستان بازارونو کې نفوذ وکړي او د پاکستاني توکو ۵۰ سلنه بازار ور خراب کړي.
پاکستاني چارواکو دا خبره هم کړې چې په تېر کې به هر کال د پاکستان له لارې افغانستان ته ۷۰ زره کانټینره توکي لېږدول کېدل چې اوس یې شمېر ۷ زره ته راټیټ شوی او دا خپله د سوداګریز لوري د بدلانه په مانا ده.
سبسایډي، د سفر لږ لګښتونه، وړیا ویزه او د څو ځلي تګ راتګ اجازه؛ نورې هغه هڅوونکې لارې چارې دي چې نوي ډيلي افغانانو ته ور کړې دي.
هندوستان ته د تګ راتګ اسانتیاوې او په دغه هېواد کې د درملنې نسبتاً کم لګښتونه هغه عوامل ګڼل کېږي چې له امله یې زرګونه افغان ناروغان د درملنې لپاره د پاکستان پر ځای پر هند ور مات شوي دي.
پاکستان ته د افغانستان صادرات زیات شوي
د پاکستاني چارواکي وايي، دغه هېواد ته د افغان توکو د صادراتو کچه د تېر په پرتله لوړه شوې ده.
د دوی په خبره، په ۲۰۱۷ کال کې له افغانستان څخه و پاکستان ته د ۶۸ میلیون ډالرو په اندازه توکي صادر شوي دي چې د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۲۸ میلون ډالره زیاتوالی ښيي.

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان حکومت په تېرو دوو کلونو کې له بېلو هېوادونو سره د سوداګرۍ هوايي او ځمکنۍ لارې پرانیستي دي چې له منځنۍ اسیا سره د اورګاډي پټلۍ، له هند او ازبکستان سره هوايي او د چابهار بندر لاره یې ښې بېلګې دي.
کابل وايي، په دې لټه کې دی چې پر پاکستاني لارو او توکو خپله تکیه کمه کړي.
د افغان چارواکو په باور، پاکستان سیاست او اقتصاد په یو بل کې سره اوبي چې دا کار یې د افغانستان په ګټه نه دی.
پاکستاني چارواکو تل دغه ادعاوي رد کړې دي.










